Asset 1SWN

سلام وطندار

په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالي په اړه د پاکستان غوښتنه

14a83fd3e0e2a8e1fbc8972767b216d9_L-oz0xsfr9t9efh2t0ha6uay7e11vj4b3vbm03zflgvg

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه غندلې او د تاوتریخوالي کموالي او اوربند غوښتنه یې کړې ده.

قریشي دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمدحنیف اتمر سره په لیدنه کې چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې د نایجر په پلازمېنه نیامي کې جوړه شوې وه، کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دواړو لوریو د سولې پروسې د بریا، په باعزته توګه د افغان کډوالو د بېرته را ستنېدو د یوې بشپړې تګلارې، منطقوي اتصال او د دواړو هېوادونو سوداګریزو ستونزو ته د رسېدو په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو پرېکړه کړې چې د دواړو هېوادونو کاري کمېټې دې دوه‌اړخیزو همکاریو او هغو هوکړو ته په کتو چې افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمراخان د سفر پر مهال شوي، خپل کار ګړندی کړي.

عمران خان د لړم میاشتې په نهه‌ویشتمه کابل ته راغی او له ولسمشر محمداشرف غني سره یې په یوه ګډه خبري غونډه کې ژمنه وکړه چې د تاوتریخوالي کموالي او اوربند په برخه کې به له افغانانو سره لازمه همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او هره ورځ له لسګونو افغانانو قرباني اخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام