د جنیوا نړیواله غونډه چې د دوو ورځو لپاره په سویس کې جوړه شوې وه، بېګاه ناوخته تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د ۱۲ میلیونه ډالره مرستې په ژمنې سره پای ته ورسېده.

دا مرستې د بشري حقونو په پام کې نیولو او له طالبانو سره د سولې خبرواترو کې له پرمختګ سره تړلې دي.

امریکا په دې غونډه کې له افغانستان سره د ۶۰۰ میلیونه ډالره مرستې ژمنه کړې چې د نیمايي هغو ورکړه یې له طالبانو سره د سولې خبرواترو له پرمختګ سره تړلې بللې دي. المان بیا د ۵۱۰.۸۸ میلیونه ډالره، اروپايي اتحادیې ۱.۲ میلیارډه یورو، کاناډا ۲۷۰ میلیونه ډالره او ایټالیا ۳۵ میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې ده.

په دې غونډه کې ځینو نورو هېوادونو، لکه بریټانیا خپلې ژمنې یوازې د یوه کال لپاره اعلان کړې دي. دغه هېواد ویلي چې ۲۲۷ میلیونه ډالره کلنۍ مرسته به په ملکي او د خوړو برخه کې افغانستان ته ورکړه او فرانسې هم ژمنه وکړه چې ۱۰۴.۲۰ میلیونه ډالره به افغانستان ته ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف په یوه ویډیويي پیغام کې له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان په اړه له نورو ملاحظاتو مخکې، د دغه هېواد خلکو ته لومړیتوب ورکړي. نوموړي له افغانستانه په مسوولانه ډول د بهرنیو ځواکونو وتل سولې ته د رسېدو په برخه کې اغېزناک ګام وباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دغه هېواد به د افغانستان د امنیت په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي. نوموړي د افغان زده‌کړیالانو او کارکوونکو لپاره د زده‌کړو بورسونو لګښتونو ته په اشارې وویل چې دغه هېواد به سولې ته د رسېدو په برخه کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې کابل ته نږدې د «شاه‌توت بند» ټول لګښتونه پر غاړه واخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په خپله وینا کې د وروستي تاوتریخوالي ډېروالي، په تېره د محصلانو وژل کېدو په اړه خواشیني وښودله.

نوموړي د ښځو رول او په ټولنه کې یې پرمختګ ته په اشارې وویل: «افغان ښځو په وروستیو جګړو کې لوړه بیه پرې کړې او د سخت تاوتریخوالي موخه ګرځېدلي، خو ګڼ‌شمېر نجونې توانېدلي چې زده‌کړې وکړي او یوشمېر افغان ښځې پر مهمو دولتي څوکیو پر کار بوختې دي. دا هغه ارزښتونه دي چې باید د ساتلو ترڅنګ، نور هم پیاوړي شي.»

د جنیوا غونډې موخه چې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل جوړېږي، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو او د دغه هېواد د پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې د وړیا مرستو را خپلول دي. د دغې غونډې په تېره دوره کې چې په ۲۰۱۶ کال کې جوړه شوې وه، د افغانستان لپاره ۱۵.۲ میلیارډه ډالره ځانګړي شوي وو.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام