افغانستان کې د ترهګرو ډلو د راټولېدو په اړه د پوتین خبرداری

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو له جګپوړو امنیتي مشرانو سره په ویډیويي ناسته کې افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ترهګر ښايي په مستقیم ډول ګاونډي هېوادونه بې‌ثباته کړي.
د هغه په خبره، اورپکي چې په سوریه او عراق کې تجربه لري، افغانستان ته روان دي.

هرات کې د ښځینه سوداګرو کاروبار مخ په ځوړ روان دی

په هرات کې د هرېوا په نوم د یوه خصوصي شرکت مسووله او سوداګره صفیه محیطي چې شپږ کاله وړاندې یې دغه خدماتي مرکز جوړ کړی، وایي چې په تېر کې یې کارونه ښه وو او لسګونه ښځې ورسره په کار بوختې وې. د مېرمن محیطي په وینا، د اسلامي امارت په راتلو سره یې پېرېدونکي له لاسه ورکړي او په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.

ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنه؛ مسوولان یې په قومي تړون د ساتلو هڅه کوي

د ننګرهار په یوولسو ولسوالیو کې پر نږدې ۶۵ زره هېکټاره ځمکې طبیعي ځنګلونه چې میوهلرونکي او نامیوه لرونکي بوټي لري، اباد دي. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې قومي تړې مهمې بولي او وايي، هڅه کوي چې د حکومت ترڅنګ، ولسونه هم خپله ونډه واخلي.

«پي‌آی‌اې» او «کام‌ایر» ته د هوايي چلند وزارت خبرداری؛ ټکټکونه مو پر مخکینیو معیارونو برابر کړئ

د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان له نړیوال هوايي شرکت (پي‌آی‌اې) او کام‌ایر نه غوښتي چې د کابل‌-‌اسلام‌اباد ترمنځ د ټکټونو بیې دې را کمې کړي.

د دغه وزارت خبرپاڼه لیکي، یاد شرکتونه باید د خپلو ټکټونو بیې له هغو معیارونو سره برابرې کړي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې ورته ټاکل شوي وو.

د افغانانو بې‌سارې کډوالي او د کمېشنکارانو تود بازار

د تېر حکومت له سقوط او د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼ‌شمېر هېوادوال په دې هڅه کې دي چې له هرې ممکنې لارې له هېواده ووځي او نورو هېوادونو ته پناه یوسي. خو داسې شکایتونه هم شته چې کمېشنکاران د زیاتو پیسو په بدل غوښتونکو ته ویزې او ټکټونه برابروي. د ایران د ویزې یوه غوښتونکي چې نه غواړي هویت یې په ډاګه شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د کمېشنکارانو له لاسه یې ویزه نه ده ترلاسه کړې او اوس یې لپاره کندهار ته ځي.