په هرات کې د هرېوا په نوم د یوه خصوصي شرکت مسووله او سوداګره صفیه محیطي چې شپږ کاله وړاندې یې دغه خدماتي مرکز جوړ کړی، وایي چې په تېر کې یې کارونه ښه وو او لسګونه ښځې ورسره په کار بوختې وې. د مېرمن محیطي په وینا، د اسلامي امارت په راتلو سره یې پېرېدونکي له لاسه ورکړي او په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.

نوموړې وایي چې د خپلو فعالیتونو د بېرته پيلولو لپاره هیله نه لري او نه شي کولای چې اوسنیو شرایطو کې کار وکړي.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغې په وینا، هرات کې ټولې ښځينه سوداګرې زیانمنې شوي او د ټولو کاروباري مېرمنو کارونه له رکود سره مخ دي چې په ډېرې سختۍ د اوبو او برښنا پیسې هم نشي، پیدا کولی.

دا په هرات کې یوازینۍ ښځینه سوداګره نه ده چې د خپل کار دوام ته ناهیلې ده، بلکې په لسګونه مېرمنې شته چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او له اقتصادي رکود سره مخ شوې دي.

په هرات کې د یوه انلاین سوداګریز مرکز مسووله ارزو حقیقي چې اوس له هېواده بهر ژوندي کوي، وایي چې د طالبانو په راتګ سره کورناستي ته اړ شوې او اوس یې یوه بهرني هېواد ته پناه وړې.

هغه زیاتوي، کله چې یو څوک د زده‌کړو او کار حق ونه لرې او ونشې کړای چې دغه ستونزه له منځه یوسې، نو د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله اړ کېږي چې له هېوده بهر لاړ شي او یوه بل هېواد کې د پناه غوښتنه ورکړي.

په ورته وخت کې د ښځو حقونو فعالانې د اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه کوي چې د ښځو حقونو ته پام وکړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې په ټولنه کې خپله وڼده ترسره کړي او د خپل شغل له لارې د ژوند اړتیاوې برابرې کړي.

د ښځو حقونو فعاله فرشته حیدري له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري او خلک ازاد پرېږدي چې په خپله خوښه خپل ژوند وکړي. «که چېرته غواړي حکومت وکړي او که غواړي خلک ترې خوشحاله شي، نو خلک دې پرېږدي چې ارامه ژوند وکړي او خپلو دندو ته لاړ شي.»

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیاله کریمه صدیقي په دغه ولایت کې د سوداګرو مېرمنو له خراب وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، دوی هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د سوداګرو مېرمنو لپاره د بیا ځلي فعالیت زمینه برابره کړي.

هغې زیاته کړه چې په دې اړه د طالبانو له مشرانو سره خبرې روانې دي او په دې لټه کې دي چې په هرات کې د سوداګرو مېرمنو د فعالیتونو د بېرته پیلولو لپاره زمینه برابره کړي، خو تراوسه د طالبانو له لوري ورته مثبت ځواب نه دی ویل شوی او یوازې دومره یې روښانه کړې چې د اوس لپاره دې مېرمنې په تمه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیالې په وینا، په هرات کې له څو کلونو راهیسې نږدې ۳۰۰۰ ښځې د لاسي صنایعو، حکاکي، نقاشۍ او د کرنیزو تولیداتو په برخه کې په کار بوختې وې چې په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم بهرنیو هېوادو ته کډوالې شوې دي.

د سوداګرو مېرمنو ترڅنګ هغه ښځې چې په دولتي ادارو کې په کار بوختې وې، تراوسه نه دي بریالۍ شوي چې بېرته خپلو دندو ته لاړې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام