مدیحه امیري ۲۶ کاله عمر لري او د بلخ پوهنتون په انجینرۍ څانګه کې یې زده‌کړې کړي وایي، دا چې په خپله تحصیلي برخه کې یې ورته د کار زمینه نه وه برابره، د ۳۰ زرو افغانیو په پانګې اچونې سره یې د خیاطۍ کار خونه جوړه کړې ده.

د یادې کارخونې د کار کوونکيو له لوري ټولې ګڼدل شوې جامې په نوي او ځانګړې بڼه تولید او بازار ته وړاندې کېږي. د مدیحې په دې کار خونه کې اوس ۲۰ ښځینه کار کوونکې په کار بوختې دي.

مدیحه سلام‌وطندار ته وایي، تل یې دا هیله درلوده چې د ځان ترڅنګ د نورو مېرمنو لاسنیوی هم وکړي. نوموړې زياته کړه، په مزار شریف ښار کې د خیاطۍ د دې کارخونې په  جوړېدو سره، د خیاطۍ د حرفې د زده‌کړې ترڅنګ ۲۰ مېرمنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

مديحه زياتوي: « له خیاطانو سره مې مرکه وکړه، او د دوی له ډلې مې هغه خیاطان د ښوونکيو په توګه غوره کړل چې له هېواده بهر یې په دې برخه کې زده‌کړې کړې وي. کتابونه او نور توکي مو له ایران او نور اړین توکي مو په انټرنټ کې وپلټل،څلور کتابونه مو جوړ کړل چې کتابونه مو په نړیواله کچه دي، همدا راز زده کوونکيو ته په انلاین توګه ویډیوګانې هم جوړوو، په داسې حال کې چې زه خپله د ۶ مياشتو لپاره د یوې ډلې روزنه مې پر غاړه درلوده، پایله یې ډېره ښه وه او ښه خیاطان مو وروزل.»

هغه نجونې چې په دې کارخونه کې د کار پر زده‌کړو بوختې دي وایي، د ډېرې مينې له مخې یې په دې کارخونه کې  د خیاطۍ زده‌کړې ته مخه کړې ده.

د یادې کارخونې یوه پېرېدونکې د مدیحې دا کار د ښځو لپاره د اقتصادي  فرصتونو په رامنځته کولو کې ګټور بولي او له خلکو غواړي چې د هېواد  له تولید شویو جامو ګټه واخلي.

مدیحه  امیري پام کې لري چې بلخ ولایت کې د یوه نندارتون پر جوړولو سره د نوموړې په کارخونه کې د مېرمنو له لوري جوړې شوې جامې نورو ته نندارې ته  وړاندې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام