یو‌شمېر مېرمنې په پکتیا ولایت کې له حکومت څخه د دوی لپاره د سوداګریز مارکېټ د جوړېد غوښتنه کوي. دغه مېرمنې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله وړاندې ورسره ژمنه کړې چې ګردېز ښار کې به د دوی لپاره یو سوداګريز مارکيټ جوړوي، خو د درېو کلونو په تېرېدو سره دغه ځانګړی مارکيټ نه‌دی جوړ شوی.

دوی له اړوندو ادارو او مسوولانو غواړي چې د ښځو اقتصادي ستونزو او اړتياوو ته په کتو هرڅه ژر دا سوداګريز ځای جوړ کړي.

د ګردېز ښار دوو اوسېدونکیو فوزيې او جميلې وویل، ډېری مېرمنو ته د کور سرپرستي ورله غاړې ده، خو د دې دروند مسووليت د ترسره کولو لپاره په پکتيا کې دوی ته هېڅ اسانتياوې نشته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی د ځانګړې سوداګريزې ساحې په جوړېدو ټينګار کوي او وايي، ښځو ته لاهم د اساسي کارونو ترسره کېدو پر ځای موقتي پروژې پلي کېږي.

د سوېل ختيځ زون د ښځو شبکې مشره زرغونه همت مېرمنو ته په خپل مالکيت د کاري فرصتونو او سوداګريزو اسانتياوو برابرول او پراخول بنسټيزه چاره يادوي او وايي، دې برخه کې بايد د مېرمنو لاسنيوي ته جدي پام وشي.

د نوموړې په وینا، پکتيا کې باید داسې مارکيټ جوړ چې په هغه کې مېرمنې بوختي  شي او دوی په ځان بسیا کړي. هغې  د مېرمنو لپاره د دغه مارکیټ جوړولو یوه اړتیا وبلله او غوښتنه یې وګړه چې د دغه مارکيټ د رغېدلو چارې باید هر څه ژر پیل شي.

په ورته وخت کې د پکتيا د ښځو چارو ريیسه نسرين اورياخېل وايي، مېرمنو ته د سوداګريز مارکېټ جوړولو لپاره ګردېز ښار کې له پخواني عسکري کلوپ څخه تر ۶ جريبه زياته ځمکه ورکړل شوې، خو لا يې د جوړولو لپاره بوديجه نشته.

 



هغې وویل: «دا ځمکه رسمې موږ ته تسليم شوې، د دې لپاره وزارت سره موږ رسمي وړانديزونه شريک کړي، په نقشه به يې هم کار وکړي، ځکه جوړولو ته ضرورت لري، تر اوسه ځانګړې بوديجه نه ده راکړل شوې، والي په جريان کې دی.»

پکتیا کې یوشمېر مېرمنې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لوی لامل د کورنيو کمزوری اقتصاد بولي.

دوی ټينګار کوي، که سړيو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ، مېرمنو ته هم کاري اسانتياوې برابرې شي، نو د کورني تاوتریخوالي کچه به یو څه راټيټه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام