شاوخوا درې سوه ځوانانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د کرېکټ لوبغاړو او د مدني ټولنو استازو سره یوځای د کرېکټ بورډ ادارې پر وړاندې لاريون وکړ.

لاريونوالو د کرېکټ بورډ مسوولان په خپلو دندو کې پر ناغېړۍ او توپيري چلن تورن کړل او په دغه ولایت کې یې د کرېکټ د معیاري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه وکړه.

دوی پر کرېکټ بورډ غږ وکړ چې په پکتیا کې د نامعیاري رغېدلي لوبغالي کې د شوي فساد په اړه پکتياوالو ته حساب ورکړي.

په پکتيا کې د ځوانانو د عالي شورا غړی جمعه‌ګل افغان او ډاکټر عبدالهادي حماس وایي، کرېکټ بورډ د یاد ولایت له ولس سره ظلم کړی او د هغو سندونو پر بنسټ چې دوی سره دي، ښکاري چې دغې ادارې د پکتیا لوبغالي لپاره اووه لکه ډالره ځانګړي کړي وو چې دوه‌نیم لکه یې هم نه دي لګول شوي. د دوی په خبره، په دغه ولایت کې نه معیاري اکاډمي شته او نه هم معیاري لوبغالی چې د دوی د قناعت وړ وګرځي.

لاریونوالو کرېکټ بورډ ته خبرداری ورکړ، که غوښتنې یې ونه مني، دروازه به یې وتړي. لاریونوال حقمل مسعودزی او اقبال هېواد وایي، کرېکټ بورډ باید په پکتیا کې هم د ځینو نورو ولایتونو په څېر معیاري لوبغالی او اکاډمي جوړ کړي.

خو د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، اداره یې له چا سره توپیري چلن نه کوي او ډېر ژر به د پکتیا د لوبغالي چمن د رغېدو چارې پیل شي.

د یادونې ده چې د پکتيا ولايتي شورا، مدني فعالانو، ځوانانو او د کرېکټ لوبغاړو لس ورځې وړاندې د اعتراض په توګه په پکتيا کې د کرېکټ بورډ د سوېل ختیځ زون دفتر او لوبغالی وتړل چې لا هم تړلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام