ولسمشر پاکستان ته: که سوله کې‎ مرسته و نه کړې، په نړۍ کې به منزوي شې

ولسمشر محمداشرف غني نن په کندهار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پاکستان ته په خطاب کې وویل، که له افغانانو سره د سولې راتلو په برخه کې رښتینې همکاري ونه کړي، په نړیواله کچه به منزوي شي؛ ځکه په خبره یې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره ورځ تر بلې د دغه هېواد رول کمېږي.

پکتیاوالو د کرېکټ بورډ پر وړاندې لاریون وکړ

شاوخوا درې سوه ځوانانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د کرېکټ لوبغاړو او د مدني ټولنو استازو سره یوځای د کرېکټ بورډ ادارې پر وړاندې لاريون وکړ.
لاريونوالو د کرېکټ بورډ مسوولان په خپلو دندو کې پر ناغېړۍ او توپيري چلن تورن کړل او په دغه ولایت کې یې د کرېکټ د معیاري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه وکړه.

امریکا له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزير انټوني بلېنکن وایي چې هېواد یې له افغانستان سره په ملکي برخه کې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.
انټوني بلېنکن بېګاه پر خپل ټویټر لیکلي چې پر دې مالي مرستې سربېره هغه نورې مرستې چې امریکا یې افغانستان ته ورکوي، د نړیوالې پراختیایي ادارې له لوري دغه هېواد ته ورکول کېږي.

کورونا په بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوال وزګاره کړي

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ګڼ‌شمېر وګړو یې د ناامنیو او د ژوند ناسم وضعیت له کبله نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړې ده.
دغه کسان په بهرنیو، په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو کې د هوسا ژوند لپاره په ډېرو سختو او قاچاقي لارو بهر ته ځي، خو ډېر کم شمېر یې روغ رمټ د موخې هېواد ته رسېږي او هلته د اوسېدو قانوني اجازه ترلاسه کوي.

په یوه میاشت کې د کورونا مثبتې پېښې ۷۰ سلنه ډېرې شوي

د عامې روغتیا وزارت په تېره یوه مېاشت کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو په شمېر کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنې ډېروالي خبر ورکوي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي سلام‌وطندار ته ویلي، په تېرو مېاشتو کې د کورونا له ۱۵۰۰ تر ۱۷۰۰ شکمنې پېښې ازمایل کېدې چې له ۲۰ تر ۳۰ به یې مثبتې ختلې، خو له یوې میاشتې راهیسې په ۱۷۰۰ شکمنو پېښو کې له ۸۰ تر ۱۳۰ پېښې مثبتې پېژندل کېږي.

میدان وردګ کې يوه پوليس خپل ۴ ملګري وژلي

په ميدان وردګ ولايت کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وويل چې د طالبانو یوه نفوذي کس بېګاه شپه د دغه ولایت د مرکز ميدانښار اړوند په چهاربند امنيتي پوسته کې خپل ۴ ملګري وژلي او له وسلو او مهماتو سره وسله‌والو ته ورغلی دی.
سرچينه زياتوي، دا پېښه د طالبانو یوه نفوذي کس له لوري چې خپله هم پولیس و، شوې او په خپلو ملګرو یې ډزې کړې دي.