د عدلیې وزیر فضل‌احمد معنوي نن د دغه وزارت د حقوقي ادارو د اجرايي لارښود د کتاب مخکتنې مراسمو ته په وینا کې وویل چې د عدلیې وزارت په ګډون د نورو دولتي ادارو د کارکونکو د خدماتو له وړاندې کولو څخه خوښ نه دی.

هغه ټینګار وکړ، سره له دې چې ډېر کار شوی، خو هېوادوال اوس هم دولتي ادارو کې د خپلو ستونزو د حل لپاره سرګردانه دي. هغه زیاته کړه، باید په دې برخه کې بیاکتنه وشي، څو د هېوادوالو ستونزې او اندېښنې هوارې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې یو‌شمېر هېوادوال هم د دولتي کارکوونکو له ناسم چلن او دغو ادارو کې د خپلو کارونو له ځنډېدو او پر وخت د نه رسېدنې له امله شکایت کوي او وايي، دولتي کارکونکي باید خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او مراجعینو سره هم په سمه توګه چلن وکړي.

د هغوی په وینا، هرې ادارې ته چې ورځي، کارکونکي یې ورسره سمه همکاري نه کوي او د هغوی د اړتیا وړ مالومات هم ورسره نه شریکوي.



د کابل ښار یوه اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وویل: «په عدلیې وزارت کې یوه څانګه ده چې د مراجعینو اسنادونه تاییدوي او دېر خلک ورته مراجعه کوي. باور ورکړی چې د نکاح خط یا ډيپلوم سند د تایید لپاره مراجعین ساعتونه په تمه پاتې کوي او څلور پنځه ورځې وخت غواړي چې ځواب یې درکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دولتي کارکوونکو له‌خوا په خپل وخت د خدماتو نه‌وړاندې کولو او کم‌کارۍ څخه د هېوادوالو شکایتونه تازه نه دي، بلکې له دې وړاندې په وار وار سره دغه موضوع مطرح شوې ده.

په ورته مهال حکومتي چارواکي هم یوازې د دغې ستونزې د هواري ژمنه کوي، خو هېڅ کله هم عملي شوې نه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام