افغانستان له بدلونونو ډک کال شاته پرېښوده او د یوه سیاسي بدلون پرمهال د حکومت چارې یوې نوې رهبرۍ ترلاسه کړې. اسلامي امارت تېر کال د زمري میاشتې پر ۲۴مه کله چې د جمهوريت چارواکي له کابل څخه ووتل واک ته ورسېده.

دا چې اوس د اسلامي امارت د حکومت یو کال تېرېږي، خلک د عامه خدماتو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پرمختیايي چارو لپاره د بودیجې نشتون، د بانکي سېسټم فلج کېدل، ادارو څخه په ځانګړې توګه د عامه خدمتونو وړاندې کوونکو ادارو څخه د کدرونو تېښته د دې لامل شوې چې د عامه خدماتو برخه کې خلک ګڼو ستونزو سره مخ شي.

تېر یوه کال کې د امکاناتو نشتون له امله په روغتیايي برخه کې خدمات له ستونزو سره مخ و، نړیوالو سازمانونو د روغتیايي سېسټم د سقوط خبرداري سره په یاده برخه کې مرستې پیل کړې او تراوسه هم روغتیايي سېسټم د نړیوال روغتیايي سازمان په مالي ملاتړ خپلې چارې مخې ته وړي.

د تېر حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو مرستیال فدامحمد پیکان له سلام‌وطندار سره د خبرو پرمهال وویل، د افغانستان د اوسني حکومت روغتیايي سېسټم په مدیریتي او پالیسۍ جوړولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د دې ترڅنګ، هېواد کې د عامه خدمتونو وړاندې کوونکو ادارو د پام وړ فعالیت نه دی درلودلی او خلک د خپلو کارونو د طی مراحل او ادارو ته د لاسرسي په برخو کې ستونزو سره مخ وو.

دغه ستونزې د پولي خدمتونو، پېژندپاڼو او پاسپورټ ادارو کې زیاتې وې او د خلکو ډېرې نیوکې هم له همدې ناحیې څخه وې.

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت د سرپرسته حکومت لومړي کال کې زرګونه کسان د دولتی ادارو له چوکاټ څخه تنقیص شوي او یا هم له کار څخه ګوښه کړل شوي دي.

په مستعار نوم علي‌ حسین له هغو کسانو څخه دی چې یوه وزارت کې له ۳ نیمو کلونو کار کولو وروسته، د اسلامي امارت سرپرسته حکومت له لوري دندې څخه لرې کړل شوی دی.

هغه وویل، د اسلامي امارت حکومت کې له درې میاشتو کار وروسته دندې څخه شړل شوی او د ده په څېر سلګونه نور ځوانان هم ورته برخلیک سره مخ شوي دي.

د هغه په وینا، د سرپرسته حکومت دغې پرېکړې د هغه او د نورو همکارانو پر روحیې یې منفي تاثیر کړی دی. فریما هم له هغو کسانو څخه ده چې د اسلامي امارت د حکومت پر مهال له کار څخه ګوښه کړل شوې ده.

هغې وویل: «دنده مې په محکمه کې وه. موږ ته وویل شول چې ښځو ته اجازه نشته اوس وزګاره یم. درې یا څلور سوه کسان یوځای وزګاره شوو.»

له دې سره د اسلامي امارت د سرپرست حکومت مسوولانو تر دې وړاندې څو ځله ویلي چې توانېدلي شفافیت تامین او فساد څخه مخنیوی وکړي. خو بیا هم د اسلامي امارت د حکومتولۍ پر څرنګوالي تل نیوکې شوي دي.

سیاسي شنونکي میرویس اشفته وویل، د افغانستان اوسنی حکومت د غوره حکومتولۍ د پالیسۍ په جوړولو کې ناکامه دی.

نوموړي وویل: «د حکومت اوسنۍ کابینه سرپرسته ده او تراوسه نه ده بریالۍ شوې چې حکومت جوړ کړي. نه دي توانېدلي چې قضا او تقنین جوړ کړي او همداراز د کورني او بهرني سیاست لپاره اصول‌‌لیک او اقتصادي پروګرام نه لري.»

د اسلامي امارت د سرپرسته حکومت د واکمنېدو لومړۍ کلیزې داسې مهال را رسېږي، چې تراوسه د هېڅ کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی او ترڅنګ یې دغه یوه کال کې هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچه په بې‌مخینې توګه لوړه شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دې سره سرپرسته حکومت ونه شو کولی تېر یوه کال کې د رسمیت پېژندو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او د ټول شموله دولت جوړولو په اړه دي، پوره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام