د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د اسنادو د تاييدۍ او پر هغو له ډېر لګښته شکایت کوي. دوی وايي، خپل اسناد «تذکره، د زېږېدنې کارت، نکاح خط» او نور چې غواړي تايید یې کړي؛ نو د پوست له لارې یې باید د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي چې دا چاره ډېر وخت نیسي او لګښت یې هم ډېر دی.

د کابل ښار اوسېدونکی جمعه خان وايي، د یوې تذکرې د تایيد لپاره باید ۵۰۰ افغانۍ بانک ته تحویل شي او د اسنادو د بېرته ترلاسه کولو لپاره ان تر یوې میاشتې وخت ته اړتیاده.

امان الله هم د کابل اوسېدونکی دی وايي، روسیې سفارت د خپل هېواد په ژبه د اسنادو تايید شوې ژباړه غواړي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت یوازې په انګلیسي ژبه ژباړل شوي اسناد تايیدوي.

د کابل بل اوسېدونکی جمیل هم شکایت کوي چې د اسنادو تايیدي یې ډېر وخت او ډېر لګښت لري.

کابل ښاریان پر افغان پوست هم نیوکې کوي چې له دولتي ادارو او محاکمو استول شوي مکتوبونه په ډېر ځنډ سره تر لاسه کوي.

دوی وايي، کله چې پوست خونې ته د مکتوب د استولو یا نه استولو په اړه د ځواب تر لاسه کولو لپاره ورشي؛ له هغو استعلام غواړي؛ دا د دې لپاره چې د دوی په وینا، د پیسو ورکړې ته یې اړ کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم کله نا کله د افغان پوست په خدمتونو نیوکې کېږي. په دی ورستیو کې د ذبیح الله مهدي په نوم يوه هېوادوال پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو:« د مرکزي پوسته خانې له لارې مې جاپان  ته ځینې اسناد ولېږل چې ډېرې ورځې دا اسناد ورک وو او کله چې پیدا شول بیا له ډېرې مودې وروسته ورسېدل؛ هغه هم په داسې حال کې چې د بې احتیاطۍ له کبله ان د پاکټ رنګ بدل شوی و.»

د افغان پوست د ادارې رييس احمدوحید ویس هم بهرنيو چارو وزارت په اړه د هېوادوالو ستونزې مني او وایي چې د دې ستونزې په اړه یې په وار وار د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې کړي؛ خو هغوی ورته د کارکوونکيو د کموالي ویلي دي.

خو نوموړی د افغان پوست په اړه ستونزې ردوي او وايي چې د امکاناتو نشته له کبله ډېر ژر له یوې تر ۵ ورځو اسناد باید د پوست له لاری اړونده ادارې ته واستول شي.

د افغان پوست رييس احمد وحید ویس همداراز وايي: « د ځمکې له لارې ستونزې موجودې دي او خپله مشتري دا ټاکې چې د ځمکې له لاریې یې اسناد ولېږل شي. که د هوا له لارې يې اسناد ولېږل شي، بیا به داسې ستونزې نه پيدا کېږي؛ خو که د ځمکې له لارې استول کېږي، دا ستونزې موجودې دي او موږ مسوول نه یو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغان پوست اداره د پوست خدمتونو له لارې په کال کې میلیونونه افغانۍ ترلاسه کوي. له دې سره خواکې د بهرنیو چارو وزارت هم د اسنادو د تايیدۍ له لارې عواید تر لاسه کوي؛ خو بیا هم د هېوادوالو ستونزې پر وخت نه حل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام