د ا.ا یو کلنه واکمني؛ خلکو ته د عامه خدمتونو وړاندې کول څه ډول وو؟
افغانستان له بدلونونو ډک کال شاته پرېښوده او د یوه سیاسي بدلون پرمهال د حکومت چارې یوې نوې رهبرۍ ترلاسه کړې. اسلامي امارت تېر کال د زمري میاشتې پر ۲۴مه کله چې د جمهوريت چارواکي له کابل څخه ووتل واک ته ورسېده.