۲۰۲۱میلادي کال ته د ډېرو افغانانو هیلې داوې چې د جمهوري نظام او اسلامي امارت ترمنځ به د سولې خبرې پایله ورکړي او په دې سره به ددواړو لورو ترمنځ جګړه پای ته ورسېږي او دیوې دایمې سولې لپاره به لاره هواره شي، خو دا هیله یوازې هیله پاتې شوه.

په ۲۰۲۰ کال کې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ـ د تېر افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي ترمنځ د افغان‌سولې په اړه ډېرې خبرې وشوې، هر لوري سولې ته درسېدو لپاره د خپلو رښتینو هڅو یادونه کول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر ۱۸ میاشتو مذاکراتو وروسته افغان حکومت نه بلکې، امریکا د طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېدل چې د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خوا  د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹ لاسلیک شو.

  په همدې ورځ د امریکا مخکیني دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په کابل کې له افغان حکومت سره د همکارۍ هوکړه وکړه چې په دې اړه یوه اعلاميه يې هم صادر کړه چې پکې ویل شوي وو، د افغانستان دولت له ناټو او امریکا سره مخکنۍ امنیتي ژمني لري چې ولسي جرګې او مشرانو جرګې  ته هم د تصویب لپاره رسېدلي، هغه ژمنې اوس هم پر خپل ځای پاته دي.

هغه مهال ویل کېدل چې د دوحې د تړون موخه  په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسېدل او په دغه هیواد کې سوله دی، خو نه یوازې د خبرواترو له لارې د سولې پروسه بریالۍ نه شوه، بلکې پخوانی جمهوري نظام هم ړنګ او پر ځای اسلامي امارت واک ته ورسېد.

د چارو شنونکي د دغه وضعیت لامل په کور دننه د مسوولانو بې‌خبري او ناسم مدیریت، د افغان دولت د چارواکو او سیاستوالو نه همغږي او یووالی او د سیمې او نړۍ هېوادونو له لوري په افغانستان کې د یوه ستر پلان عملي کول په ګوته کوي. د ولسي جرګې پخوانی غړی او د سیاسي چارو شنونکی رمضان بشردوست پر پخوانیو چارواکو او سیاستوالو نیوکه کوي چې د هېواد چارې یې سمبال نه کړې او د دوی د ناسم او کمزوري مدیریت له امله هر څه د خلکو د تمې خلاف ترسره شول.

رمضان بشردوست افغانستان کې د وروستي بدلون مسوولیت د سیمې او نړۍ د یوشمېر هېوادونو پر غاړه ور اچوي او وايي، روسیې، چین او پاکستان هم د افغان سولې پروسه کې مهم رول درلود او دا پروسه یې خپلو موخو ته د رسېدو پر لوري را وڅرخوله. هغه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک هم بې‌ګټې وبلله او زیاته یې کړه، په افغانستان کې هېڅ اقدام له دې هوکړې سره سم ترسره نه شو.

د دغه هوکړې مهمې برخې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو وتل، د طالب بندیانو ازادول، له القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو سره د اسلامي امارت د اړیکو پرې‌کول، د تاوتریخوالي کمول او د بین الافغاني مذکراتو پیلېدل وه چې دا چارې نه پر خپل وخت ترسره شوې او یا هم یوازې د کاغذ پرمخ لیکلي پاته شوې.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی نورشاه نوراني بیا په هېواد کې د جګړې ختمولو ته د یو شمېر ګاونډیو هیوادونو نه لېوالیتا او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته د لارې هوارول د تېر نظام د سقوط لامل بولي. په همدې حال کې د سیاسي او نظامي چارو کارپوهان وايي چې د تېر جمهوري نظام د سقوط مهم لاملونه د دوحې هوکړه، په تېر نظام کې فساد، د سیمې هېوادونو لاسوهنې، د امنیتي ځواکونو تلفات، د جګړې اوږدېدل بولي.

په همدې حال کې  پخواني ولسمشر محمداشرف غني تازه په یوه مرکه کې ویلي چې پر امریکا او متحدانو یې د ده باور، د نظام د سقوط لامل شو او افغانستان کې هر څه په لنډ وخت کې د تمې خلاف ترسره شول.

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې نه یوازې دا چې له سترو سیاسي بدلونونو سره مخ شو، بلکې له امینتي اړخه یې هم سختې شپې او ورځې تېرې کړې. په دغه کال کې د پخواني جمهوري نظام د ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې وشوې او د اسلامي امارت واک ته رسېدل هم لومړی یو پر بلې پسې د ولسوالیو او بیا د ولایتونو له نیول کېدو څخه پیل شول او په دې رقم یې واک ترلاس کړل.

بالاخره امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو هم کابل ته د طالبانو له راتګ او د واک له نیول کېدو وروسته په ۳۱.۰۸.۲۰۲۱ نېټه افغانستان پرېښود او ووتل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې سختې جګړې وشوې، خو د پخواني نظام له سقوط او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو وخت‌ناوخت په بېلابېلو ولایتونو کې چاودنې او هدفي وژنې کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام