د ډونالډ ټرمپ پلویانو د امریکا متحده ایالاتو پر کانګرس یرغل ور وړی او د دغه هېواد د ټاکنو د پایلو د تایید غونډه یې ګډه‌وډه کړې ده. معترضان توانېدلي چې د امریکا د سنا جرګې ودانۍ ته ورننوځي.

د امریکا د ملي ګارډ ځواکونو معترضان د کانګرس له ودانۍ اېستلي او یاده ودانۍ له څلور ساعته نیولو وروسته بېرته خوشې شوې ده.

نړیوالو خبري اژانسونو خبر ورکړی چې د امریکا کانګرس ته څېرمه په شویو اعتراضونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۵۲ نور د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

ټرمپ له دغه اعتراض مخکې خپلو پلویانو ته وینا وکړه او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده. نوموړي له خلکو وغوښتل چې باید خپله رایه بېرته واخلي. هغه وویل چې هېڅکله به ماتې ونه مني او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د کانګرس په لوري وخوځېږي.

په همدې حال کې د ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس د کنګرې د ګډې غونډې له پیلېدو څو دقیقې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو کې د جو بایډن د بریا د رد په اړه د ټرمپ د غوښتنې پر وړاندې مخالفت کړی دی.

نوموړي اعلان وکړ چې د امریکا د منتخب ولسمشر جو بایډن د نه بریا په اړه په یواړخیز ډول لازم واک نه لري. ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې هیله ښودلې وه چې مرستیال به یې د جو بایډن د بریا د تایید مخه ونیسي.

بله‌خوا د ټویټر ادارې د ۲۴ ساعتونو لپاره پر ډونالډ ټرمپ د ټویټ کولو بندیز لګولی دی. دغې ادارې ګواښ کړی چې د دغې شبکې په کارونه کې د بیا نقض په صورت کې به د ټرمپ ټویټر د تل لپاره وځنډوي. فېسبوک هم د لنډمهال لپاره دغې ټولنیزې شبکې ته د ډونالډ ټرمپ لاسرسی محدود کړی دی.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن له اعتراضونو وروسته په یوه وینا ټلویزیوني وینا کې وویل چې دا پېښه د ټولې امریکايي ټولنې استازولي نه کوي. هغه زیاته کړه: «زه له دغو یاغیانو غواړم چې ژرترژره شاته وګرځي او اجازه دې ورکړي چې ولسواکه پروسه دوام ومومي.»

د امریکا د ولسي جرګې رییسې نانسي پلوسي د دغې جرګې غړیو ته په یوه لېږلي لیک کې اعلان کړی چې د ټاکنو د پایلې د کتنې او ارزونې غونډه به بیا جوړه کړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام