د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمین‌زاده نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د اسلامي امارت له راتلو سره هم‌مهاله تولیدي شرکتونه د خامو موادو له کمښت او نشتوالي سره مخ دي.

 د صنایعو او کانونو خونې د رییس په وینا، په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰۰ تولیدي شرکتونه فعالیت لري چې د دغو شرکتونو ۲۵سلنه د خامو موادو د کمښت له کبله له فعالیته لوېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې یاد شرکتونه د درملو، خوراکي او نورو توکو په برخه کې فعالیتونه لري چې اوس په دغو برخو کې تر ډېره او په اړینه توګه د موادو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

بل‌خوا د صنایعو او کانونې خونې رییس له امریکا غوښتنه وکړه چې د سوداګرو، کارخونو او صنعت‌کارانو ۲.۵میلیارده کنګل شوي ډالر ازاد کړي.

نوموړي همداراز وویل که چېرته د دوی دغه پیسې ازادې نه‌شي، نړیوالې محکمې ته به د امریکا په اړه شکایت کوي او پر وړاندې به یې دعوا پرانیزي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د صنایعو او کانونې خونې مسوولان امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په رامنځته کولو کې تورن بولي او وايي چې نړیواله ټولنه هر څه ژر د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ ازاده کړي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام