د طالب ډلې نظامي کمېسیون تازه خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې چې په خپلسرې توګه بهرنیو جنګیالیو ته په خپلو لیکو کې له ځای ورکولو ډډه وکړي. په دغه لیک کې لیکل شوي، که چا سرغړونه وکړه، سزا به وویني.

خو نظامي او استخباراتي شنونکي باور لري چې د امریکا فشارونو په طالب ډله کې د بدلون راوستلو لامل شوي او په وینا یې، خپلو جنګیالیو ته یې وروستۍ لارښوونه هم د دغه هېواد د فشارونو له کبله کړې ده.

د نظامي او استخباراتي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي، د امریکا نوی دولت له پاکستان سره په ګډه چې پر دې ډلې د پام وړ نفوذ لري، د دې ډلې له لوري د شویو ژمنو پر عملي کولو کار کوي.

د هغه په خبره، د امریکا د ولسمشر په توګه د جو بایډن له ټاکل کېدو وروسته د طالب ډلې پر وړاندې تبلیغاتو زور اخیستی او دا ډله د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې بولي. ندیم زیاتوي، د امریکا څو لوړپوړي چارواکي پاکستان ته تللي او هلته یې د دغه هېواد له چارواکو سره لیدلي دي.

د سیاسي چارو شنونکی احمدالله عليزی هم باور لري چې د بایډن په راتګ سره د طالبانو پر وړاندې د امریکا دریځ بدل شوی او افغان حکومت او خلک باید له دغه فرصت نه د جګړې پای ته رسېدو او د سولې راتلو لپاره ګټه واخلي.

بله‌خوا د کندهار نظامي چارواکو ویلي چې د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالي په څلورمیاشتنۍ جګړه کې د القاعده شبکې، پاکستاني او د چیچین جنګیالي له طالبانو سره اوږه په اوږه د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېدلي دي، خو طالبان دا ادعا نه مني.

دا چې د طالبانو په لیکو کې کوم شمېر بهرني جنګیالي شته او څو یې عملاً د نظام پر وړاندې جګړه کوي، د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت عمومي ریاست په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام