په افغانستان کې د خصوصي سکتور ټولنې مشر محمد ناصر محتسب‌زاده وايي، شاوخوا ۲۰۰۰ شرکتونه د دې ټولنې سره ثبت دي او حکومت له ۵۵ څخه تر ۶۰ ملیارده افغانۍ د یادو شرکتونو څخه پوروړی دی او که چېرته دغه پیسې ورنه‌ کړل شي، یاد شرکتونه به له ماتې سره مخ شي.

 د خصوصي سکتور ټولنې نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال په یوه پرېکړه‌لیک کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دغو شرکتونو پیسې دې ورکړل شي. د دغې ټولنې پرېکړه‌لیک کې راغلي چې خصوصي سکتور اسلامي امارت سره د همکاریو غوښتونکی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه پرېکړه‌لیک په یوې برخه کې راغلي، تر هغو چې حکومت یې پورونه ورنه کړي، د شرکتونو د مالیاتو څېړنې دې وځنډول شي، د کورنیو او بهرنیو بنسټونو د نیمه بشپړو پروژو برخلیک دې روښانه شي.

 د خصوصي سکتور ټولنې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه هم غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازاده کړي او دغه راز دوی د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ۷۰ سلنې ارزښت کمېدو څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه ټولنه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د ښار جوړونې وزارت دې بېرته فعاله کړي څو د خصوصي سکتور د پروژو اسنادونه چې په دغه وزارت کې پرتې دي بشپړ کړي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، اسلامي امارت له ټولو خصوصي بنسټونو سره همکاره دی او ستونزې یې د اندېښنې وړ نه دي.د هغه په وینا، اسلامي امارت د مالي کال د بودیجې له تصویب وروسته د خصوصي سکتور پورونه ورکوي.

د خصوصي سکتوراتحادیې داسې مهال له اسلامي امارت څخه د هغوی  ستونزو او ننګونو ته د رسېدنې غوښتنه کوي چې د تېرو څلورو میاشتو راهیسې، د شرکتونو، فابریکو او د خصوصي تولیدي بنسټونو فعالیت درېدلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام