افغانستان له سریلانکا وروسته بنګله‌دېش ته هم په اوو ویکټو ماتې ورکړه. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا کپ سیالیو کې نن د بنګله‌دېش له لوبډلې سره مخامخ شوه چې یادې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې افغانستان ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دغه هدف په نولسم اوور کې پوره او په دې سره یې په اوو ویکټو بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

افغانستان تر دې وړاندې خپله لومړۍ سیالي له سريلانکا سره کړې وه او د یاد هېواد د کرېکټ لوبډلې ته یې هم په لوړ توپیر ماتې ورکړې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نجیب‌الله ځدران او ابراهیم ځدران

د یادونې ده چې په دې لوبه کې نجیب‌الله ځدران او ابراهیم ځدران د نورو توپ‌وهونکو په پرتله ښه لوبه وکړه او په خپله ټینګه ملګرتیا یې نه یوازې د بنګله‌دېش لوبډله تر فشار لاندې ونیوله، بلکې د دې لوبډلې تر ماتې یې خپله ملګرتیا وساتله.

د اسیا کپ سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام