د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه کړې او دغه هېواد کې یې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د دغې غونډې ګډونوالو افغانستان کې د ښځو وضعیت خواشینوونکی بللی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت هڅه کوي، څو ښځې له ټولنې څخه څنګ ته کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بشري حقونو شورا رییسې مېشل باشله وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ښځې خپلو اساسي حقونو څخه بې‌برخې شوي او که چېرې په بېړه دغه وضعیت بدلون ونه کړي، د افغان ښځو راتلونکې به تر دې هم تیاره شي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او نصیراحمد اندېشه افغانستان څخه په استازیتوب دغه غونډه کې ګډون کړی دی. فوزیه کوفي ویلي، د اسلامي امارت سرپرسته حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

هغې وویل: «افغانستان ډېرو ستونزو سره مخ دی. له انساني بحران څخه پیل تر بشري حقونو او سیاسي ناورینونو پورې. افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ډېر ترینګلی دی. نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو ته په پام، د افغانستان وضعیت نورمال نه دی.»

خو د ښځو حقونو یوشمېر ملاتړي او مدني فعالان د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا غونډې په ترسره کېدو نیوکه کوي او وايي، د دغه ډول غونډو جوړول افغانستان کې د ښځو د وضعیت ښه‌والي سره مرسته نه‌شي کولی.

د ښځو حقونو فعاله راحیل تلاش سلام‌وطندار ته وايي، داسې حال کې چې ملګري ملتونه کولی شي پر اسلامي امارت فشار راوړي، خو بیا هم دې برخه کې اقدام نه کوي.

د مدني ټولنې فعاله ستاره وايي، ملګري ملتونه باید د نړۍ یوه معتبره بنسټ په توګه د اسلامي امارت چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي او د خپلو ژمنو عملي کولو ته یې اړ کړي.

وموغوښتل چې افغانستان کې د ښځو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو شورا د څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې ښځې دولتي ادارو څخه د څنګ ته کولو، له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته د نجونو اجازه نه درلودو او د اجباري حجاب مراعتولو په څېر یولړ محدودیتونو سره مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام