د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شویو کډوالو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

دغه نړیوال بنسټ په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې داسې مهال سړه هوا زیاته شوه چې بې‌ځایه شوې کورنۍ په ډېر بدو شرایطو کې ژوند کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په افغانستان کې د داخلي بې‌ځایه شویو د وضعیت د ښه‌والي لپاره به بشري مرستو ته دوام ورکړي. هغه داخلي بې‌ځایه شوي کورنۍ چې د وچکالۍ له امله یې خپلې اصلي سیمې پرېښي د هوا له سړېډو څخه اندېښمن دي.

داخلي بې‌ځايه شوي کورنۍ وایي چې د سړې موسم په رارسېدو سره تر اوسه هم له دوی سره  بشري مرستې نه دي شوي.

زهرا او درمحمد چې له داخلي بې‌ځایه شويو څخه دي وایي:

« موږ هېڅه نه لرو. نه غنم لرو نه غوړي، زمونږ کورونه دروازې نه لري. نه بوټان لرو او نه هم د سون لپاره څه لرو.»

« مونږ سره چا مرسته نه ده کړې، زمونږ د ژوند وضعیت ډېر خراب دی. همداوس غواړو چې خپل اولادونه وپلورو.»

ومو غوښتل چې په دې اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو د بیا بیا اړیکو سره سره هم بریالي نه شوو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بې‌ځایه شویو کورنیو د وضعیت د څرنګوالي په اړه داسې مهال اندېښنې مطرح کېږي چې د کډوالو نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د جګړو او وچکالیو له امله شاوخوا ۶۷۰ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام