د واورې او توپان له امله د غور پر لویه لار۴۰ مسافر بند پاتي دي

له بېګاه راهیسې سختې واورې او توپان د غور، بامیان او دایکندي ولایتونو د ولسوالیو لویې لارې د خلکو پر مخ تړلې دي. د بایند پر لاره  چې د غور شپږ لوېدیځې ولسوالۍ سره نښلوي، بند پاتې یو‌شمېر مسافر وايي، د بېګانۍ سختې واورې او توپان له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون تر ۴۰ ډېر مسافر په دغه لاره بند پاتې دي.

د سلام‌وطندار په نوښت «د ولایتي راډ‌یوګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې» غونډه جوړه شوه

د سلام‌ افغانستان راډیويي موسسې «سلام‌وطندار راډیو» په نوښت نن کابل کې د ولایتي راډیوګانو د مسوولانو سربېره د اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو په شتون کې د «ولایتي راډیوګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه. په دغه غونډه کې د محلي راډیوګانو پر ستونزو او ننګونو خبرې وشوې.

د غالیو د صادراتو ټولنه: د غالیو په تولید او صادراتو کې زیاتوالی راغلی

د غالیو د صادراتو ټولنې مشر نوراحمد نوري سلام‌وطندار ته وايي، سره له دې چې د غالیو د تولید او صادراتو پر وړاندې ستونزې ډېرې دي، خو په تولید او صادراتو کې یې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. نوموړي زیاته کړه چې د هوا له لارې لس سلنه صادرات لري او له ۹۰ سلنې ډېر بیا د پاکستان له لارې ترسره کېږي.

د واورې ورښت او توپان د غور-دایکندي او کابل-بامیان لویې لارې تړلي

د بامیان ولایت محلي مسوولان وايي، له بېګاه شپې راهیسې د سختې واورې د ورښت او توپان له امله، د دغه ولایت اړوند د یکاولنګ او پنجاب ولسواليو ترمنځ په «شاتو» کوتل سیمه کې د غور-بامیان او بامیان-دایکندي لویې لارې تړل شوي دي. د مسوولانو په وینا، د ورښتونو له کبله د یاد ولایت د ورس او پنجاب ولسوالۍ لارې هم له مرکز بامیان سره پرې شوي.

یوه افغان‌کډواله مېرمن ایران کې د سړې هوا له امله مړه شوې

د ترکې صباح ورځپاڼې د رپوټ له مخې، یوه افغان مېرمنه له خپلو دوو ماشومانو سره چې غوښتل یې له ایران څخه ترکیې ته واوړي، د لارې په اوږدو کې د سړې هوا له امله مړه شوې ده.

په رپوټ کې د ترکي چارواکو له قوله راغلي چې دغه مېرمن د ایران په «بلاسور» کلي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې ته نږدې مړه شوې.