د ترکې صباح ورځپاڼې د رپوټ له مخې، یوه افغان مېرمنه له خپلو دوو ماشومانو سره چې غوښتل یې له ایران څخه ترکیې ته واوړي، د لارې په اوږدو کې د سړې هوا له امله مړه شوې ده.

په رپوټ کې د ترکي چارواکو له قوله راغلي چې دغه مېرمن د ایران په «بلاسور» کلي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې ته نږدې مړه شوې. د رپوټ پربنسټ، د مړې شوې مېرمنې دوو ۸ او ۹ کلونو ماشومانو نږدې کلي ته د سړې هوا له امله تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیمې د اوسېدونکو له لوري اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري چې دغې مور په خپلو جرابو د ماشومانو لاسونه پوښلي او خپلې پښې یې په پلاسټیک پوښلي دي.

په همدې حال کې د ترکیې د وان ښار د قومنداني دفتر ویلي چې د دوی د ځواکونو له لوري هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې او د څېړنو پر بنسټ، دغه پېښه د ترکیې پولې ته نږدې د ایران په بلاسور کلي کې شوې ده.

د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼ‌شمېر هېوادوالو هڅه کوي چې خپل هېواد پرېږدي او له ګاونډیو هېوادونو سربېره اروپايي او نورو هېوادونو ته په ناقانونو لارو سفر وکړي.

ګڼ‌شمېر دغه افغانان چې پر قاچاقي لارو سفر کوي، د دغه هېوادونو د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري ورسره ناسم چلن کېږي چې کله ناکله افغان کډوال د دوی د ناسم چلن له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا یوشمېر اروپايي هېوادونو د افغانان د کډوالۍ له پراخو څپو خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې دغو هېوادونو ته د پراخې کډوالۍ مخه ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام