
د روسیې او اوکراین دویم پړاو خبرې نن ترسره کیږي
د راپورونو پر اساس، د روسیې او اوکراین پلاوي به نن (دوشنبه، جوزا ۱۲) د ترکیې هېواد استانبول ښار کې د مخامخ خبرو دویم پړاو

د راپورونو پر اساس، د روسیې او اوکراین پلاوي به نن (دوشنبه، جوزا ۱۲) د ترکیې هېواد استانبول ښار کې د مخامخ خبرو دویم پړاو

ترکیې په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له سقوط وروسته د دغه هېواد په پلازمېنې دمشق کې خپل سفارت پرانېست.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس خبر ورکړی چې په دمشق کې د ترکیې سفارت پرون له دولسکلن ځنډ وروسته خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.

له هغه وروسته چې له قطر څخه ترکیې ته د حماس سیاسي مشرانو د لېږد په اړه راپورونه خپاره شول، د امریکا متحده ایالاتو له ترکیې څخه غوښتي چې د حماس د مشرانو کوربهتوب ونه کړي. رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دا غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ترکیې په ګډون، ټول هېوادونه باید د حماس له ملاتړ او کوربهتوب څخه ډډه وکړي.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، د روان لمریز کال په لومړنیو درېوو میاشتو کې د غویانو ۴۰۰ ټنه پوستکي له دغه ولایت څخه ترکیې ته صادر شوي دي. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر محمدعمر قاصد سلاموطندار ته ویلي چې هره ورځ د دغه ولایت په مرکز کې ۵۰ غویان حلالېږي او ۵۰ پوستکي یوازې په مرکز کې ترې لاس ته راځي.

د ا.ا ویاند ذ.بېحالله م.جاهد وايي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب د یوه پلاوي په مشري په ترکیه کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه کې د ګډون په موخه استانبول ته تللی دی.

په کابل کې د ترکیې سفیر جِنک اونال ویلي چې هېواد یې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په ترکیه کې یې د ا.ا پر وړاندې سیاسي او نظامي خوځښتونه وکړي.
نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.

ترکیې د غزې پر یوه روغتون د اسراییلو د هوايي برید له امله چې سلګونه کسان پهکې ووژل شول، درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.
د غزې پر الاحلي روغتون شوي هوايي برید کې څه باندې ۵۰۰ کسان وژل شوي وو، خو ځینو رسنیو بیا د وژل شویو کسانو شمېر له دې پورته بللی دی.

په انقره کې د افغانستان سفارت کې ځینې سرچینې وايي چې د ترکیې دولت په دغه سفارت کې د اسلامي امارت نوي ډیپلوماټ منلی دی.
په یاد سفارت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، نن (د تلې لسمه، د دوشنبې ورځ) سلاموطندار ته ویلي چې ټاکل شوې د اسلامي امارت دغه ډیپلوماټ د تېرو هغو په څېر ژرترژره خپل کار پیل کړي.

د ترکیې وګړي نن یکشنبه سهار اته بجې د رایې ورکولو صندوقونو ته ولاړل او د خپل هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره یې د ولسمشري ټاکنو کې چې د ترکیې په معاصر تاریخ کې تر ټولو مهمې ټاکنې بلل کېږي، برخه واخیسته.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال یې د ۵۹۸ افغان کډوالو په ګډون له دغه هېواد څخه ۲۰۱۸ ناقانونه کډوال شړلي دي.
یادې ادارې شنبهشپه د وري پنځمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې له یاد هېواد څخه ایستل شوي دي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په ترکیه او سوریه کې د خونړۍ زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۱۰۰۰ نه اوښتی دی.

د ترکیې د هاتای ښار په اواکینټ سیمه کې وروستۍ زلزلې د زرګونو ترکانو ترڅنګ، سلګونو افغانانو ته هم د مرګژوبلې تر څنګ، مالي زیانونه اړولي دي.
دغه زلزلهځپلي افغانان چې له کلونو راهیسې په یاده سیمه کې اوسېږي، وايي چې وروستۍ زلزلې ورته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د وروستیو خپرو شویو رسمي شمېرو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ زره او ۱۶۵ کسانو ته رسېدلی دی.
اناتولي خبري اژانس نن شنبه، سهار خبر ورکړی چې په ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۲۰ زره او ۶۶۵ کسانو ته رسېدلی دی.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت ویلي چې دغه هېواد کې د شوې زلزلې له امله ۲۰۰ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. افغان سفارت د ترکیې له حکومت او بشري بنسټونو غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي. د روانې سلواغې میاشتې په ۱۷مه د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترکیې او سوریې د سرحدي سیمو ډېره برخه ولړزوله.

ترکیه او سوریه کې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د شوې زلزله له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۷۰۰۰ پورته شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو هېوادونو کې په ټولیزه توګه د زلزلې له کبله ۱۷۱۷۶ کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

د پولهساتو ځواکونو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کابل هوايي ډګر ته د ترکیې له لوري د الوتکو د را لېږلو خبر دروغ دی.
دغه ریاست له کابل ښاریانو غوښتي چې پر اوازو باور ونه کړي او د کابل هوايي ډګر مخې ته دې نه ورځي. په همدې حال کې د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران هم ترکیې ته د افغانانو لېږد اوازه بللې ده.