Asset 1SWN

غزه کې پر روغتون د اسراییلو برید؛ ترکیې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی

33YG8VU-highres

ترکیې د غزې پر یوه روغتون د اسراییلو د هوايي برید له امله چې سلګونه کسان په‌کې ووژل شول، درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

د غزې پر الاحلي روغتون شوي هوايي برید کې څه باندې ۵۰۰ کسان وژل شوي وو، خو ځینو رسنیو بیا د وژل شویو کسانو شمېر له دې پورته بللی دی. اسراییلو دې برید کې خپل لاس لرل رد کړي او د یاد برید پړه یې پر حماس ډلې وراچولې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکیې ولسمشر رجب‌طیب اردوغان د اسراییلو دغه برید د یاد هېواد د «د بریدونو وروستۍ بېلګه وبلله چې له بنسټیزو انساني ارزښتونو بې‌برخې دي.»

اردوغان د غزې پر الاحلي روغتون د برید له امله د وژل شویو کسانو په پار دغه هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.

په وژل شویو کسانو کې ډېری ښځې او ماشومان دي. دغه برید په پراخه کچه غندل شوی دی. پرون چهارشنبه د اکتوبر ۱۹مه ترکیه د اسراییلو پر ضد لاریون شوی او قربانیانو ته د درناوي په پار دغه هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.

د ترکیې په پلازمېنې انقره کې بېګاه شپه د اسراییلو سفارت او د دغه هېواد په یو‌شمېر نورو ښارونو کې خلک د فلسطین له بیرغونو سره لارو او کوڅو ته راووتل او د اسراییلو پر ضد شعارونه ورکړل.

اسټانبول کې بیا پولیسو د اسراییلو قونسلګرۍ مخې‌ته د راټولولو شویو لاریون کوونکو د خورولو لپاره له اوښکو بهوونکو سپرېو او اوبو څخه استفاده وکړه. پولیسو ویلي، هغه پنځه کسان یې هم نیولي چې غوښتل یې قونسلګرۍ ته ننوځي.

له ترکیې سربېره د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د دغه هېواد له امله د اسراییلو پر ضد لاریونونه شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اسراییلو د ملي امنیت شورا خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې ترکیې ته له سفر کولو ډډه وکړي او  ترکیه کې مېشت اسراییلیانو څخه غوښتنه شوې چې له دې هېواد څخه دې ووځي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام