Asset 1SWN

ا.ا: د فلسطین له مقاومت ملاتړ کوو

r0_0_800_600_w800_h600_fmax

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې فلسطین کې د یوه خپلواک هېواد لپاره د دغه هېواد له مقاومت او دفاع څخه ملاتړ کوي.

دغه وزارت پر خپله اېکس ټولنیزه شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې ا.ا د فلسطینیانو د یوه خپلواک هېواد د لرلو لپاره د دغه هېواد له قانوني او تاریخي مقاومت څخه ملاتړ کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه وزارت پر اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو سازمان او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پر فلسطین د اسراییلو د ظلم مخه ونیسي.

یاد وزارت همداراز لیکلي: «ا.ا د فلسطین پر تاریخي خاوره د یوه خپلواک هېواد لرلو لپاره د ياد هېواد د قانوني او تاریخي مقاومت او دفاع ملاتړ کوي. ياد وزارت له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان، نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه په سیمه کې د اغېزمنو هېوادونو غوښتي چې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلي يرغلګرو د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.»

د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د فلسطین د ملاتړ خبره کوي چې تېره ورځ حماس ډلې په یوه ناڅاپي برید کې پر اسراییلو زرګونه توغندي توغولي چې له کبله یې لسګونه اسراییلیان وژل شوي دي.

حماس ډلې همداراز ویلي چې ګڼ‌شمېر اسراییلي پوځیان او د دوی پوځي وسایط یې هم نیولي دي. په دغه توغندیزو بریدونو کې د ملکیانو او پوځیانو په ګډون ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

بېګاه شپه اسراییلو د حماس توغندیزو بریدونو ته په ځواب کې پر غزې بمباري کړې چې لسګونه فلسطینیان یې وژلې دي.

د الجزیزې خبري شبکې د راپور پر بنسټ د اسراییلو په دې بریدونو کې څه باندې ۲۳۰ فلسطیني وګړي وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي هم دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پر اسراییلو د حماس دغه برید په تېرو ۵۰ کلونو کې بې‌ساری بلل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام