Asset 1SWN

اسراییلي ځواکونو جیریکو ښار کې دوه فلسطینیان وژلي

75ad80ef-nablus-070723-ap

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي چې د لوېدیځې اشغال شوې غاړې په جیریکو ښار کې د اسراییلي ځواکونو له لوري دوه فلسطیني وګړي وژل شوي دي.

دغه فلسطینیان چې عمرونه ۱۶ او ۲۵ کلونه دي د جیریکو ښار د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلي ځواکونو د چاپې پر مهال وژل شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د جیریکو روغتون مسوولانو نن سه‌شنبه د جولای ۱۵مه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، «دغه روغتون د دوو فلسطیني ځوانانو جسدونه راوړل شوي چې دواړه په سینه پر مرمۍ لیګېدلي وو.»

په ورته مهال د فلسطین روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ۱۶کلن قصي الولجي او ۲۵کلن محمد نجوم د اسراییلي ځواکونو له‌خوا وژل شوي. دا د وروستیو څو میاشتو پرمهال جیریکو کې لومړۍ خونړۍ پېښه ده چې رامنځته کېږي.

بل‌خوا د یادې سیمې اوسېدونکو الجزیرې خبري شبکې ته ویلي چې د اسراییلي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې، خو په وینا یې، معلومه ده چې دا کسان په‌کې ښکېل وو یا نه.؟

دوی همداراز زیاته کړې چې نښتې شاوخوا یو ساعت دوام وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ، د وروستیو میاشتو پرمهال د لوېدیځې اشغال شوې غاړې د کډوالو پر کمپونو، د فلسطینیانو پر کلیو او نورو سیمو کې پر فلسطینیانو د اسراییلي ځواکونو او یهودیانو بریدونه زیات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام