Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلي ځواکونو برید کې دوه فلسطینیان وژل شوي او درې ټپیان دي

Israeli troops order Palestinian merchants to close their shops in the occupied West Bank town of Hebron on January 29, 2022, days after stones were hurled at the Jewish settlement of Beit Romano. (Photo by HAZEM BADER / AFP) (Photo by HAZEM BADER/AFP via Getty Images)

د فلسطین د اشغال شوې لوېدیځې غاړې نابلس ښار کې د اسراییلي ځواکونو په برید کې دوه فلسطینیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې نن جمعه د جولای اوومه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی امبولانسونو له «زاړه نابلس» ښار څخه دوه جسدونه لېږدولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

الجزیرې خبري شبکې د فلسطین وفا خبري اژانس له قوله راپور ورکړی چې برید کې د حمزه مقبول او خیري شاهین په نوم دوه فلسطینیان وژل شوي دي.

بل‌خوا اسراییلي ځواکونو ویلي، پر دې دوو کسانو یې روانه اوونۍ کې د پوځ پر ضد د وسلې کارولو شک درلود. برید کې درې نور فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د اسراییلي له لوري دغه فلسطینیان داسې مهال وژل کېږي چې دوه ورځې وړاندې هم د جنین د کډوالو پر کمپ د اسراییلي په برید کې ۱۲ فلسطینیان وژل شوي وو.

د راپورونو له مخې، دې برید کې له ۱۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم وو چې د ۳۰ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د جنین کډوالو پر کمپ د اسراییلي ځواکونو برید په ۲۰ کلونو کې کم‌ساری بللی شوی چې له امله یې زرګونه کسان له کمپ څخه وتلو ته اړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام