د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تېرکال ۶۰۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی ریاست مسوولان وایي چې تېر ۱۴۰۱ کال کې افغانستان ته ۶زره بهرني سيلانيان راغلي و چې د هېواد له بېلابېلو سيمو او تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده. د نوموړي په وینا، سږ کال د بهرنیو سیلانیانو د ورماتولو لپاره یې هڅې پیل کړي او تمه لري چې روان کال به لس‌زره بهرني سيلانيان هېواد ته راشي.

کندوز کې د یوې میاشتې پرمهال څه باندې ۵۰۰۰کسان پر ساري ناروغیو اخته شوي

کندوز کې روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د هوا ګرمېدو سره پر بېلابېلو ناروغیو د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

د کندوز د ساري ناروغیو او کوویډ۱۹- ۵۰بستریز روغتون سرطبیب قیام‌الدین ساپی سلام‌وطندار ته وايي چې د تودوخې زیاتېدو له امله یې تېره یوه میاشت کې څه باندې ۵۰۰۰ ناروغان بستر کړي دي.

د پروان اوسېدونکي: دغه ولایت کې دې د سترګو ناروغیو د درملنې زمینه برابره شي

پروان ولایت کې د سترګو پر ناورغي اخته یو‌شمېر ناروغان له حکومت غواړي چې د دغه ولایت په تخصصي روغتون کې دې د سترګو ناروغیو د درملنې څانګه پرانېستل شي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د خپلې درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته ځي او په وینا یې، دې ولایت کې باید ورته د درملنې زمینه برابره شي.