Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې د کلدارې پر کارونې بنديز؛ مسوولان: سرغړونکو ته به سزا ورکول کېږي 

images (23)

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وایي چې سر له سبا «شنبه_چنګاښ ۱۷مه» دغه ولایت کې د کلدارې کارونه بنده ده او ټوله راکړه ورکړه به پر افغانۍ کېږي.

د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس امین حذيفه سلام وطندار ته ويلي چې یاده پرېکړه نن «جمعه_چنګاښ ۱۶مه» د دغه ولايت د محلي مسوولانو او اړوند چارواکو له لوري په ګډه ناسته کې شوې او سر له سبا شنبه د پلې کېدو وړ ده.

د حذيفه په وینا، که هر هټيوال له دې وروسته دغه ولايت کې سوداګريزه راکړه ورکړه پر کلدارې وکړي، درې ورځې به يې هټۍ تړل کېږي.

ناسته کې همداراز پرېکړه شوې چې نظامي او حکومتي مامورين بايد خپل معاشونه پر کلدارې بدل نه کړي او سرغړوونکو ته به سزا ورکول کېږي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې هټيوال ته به نرخ نامه ټاکل کېږي او صرافان اړ دي چې د هټيوالو د اړتيا وړ افغاني بانک نوټونه برابر کړي.

د پکتیکا مرکز ښرنې هټيوال او اوسېدونکي له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي چې بايد په سمه توګه پلې شي.

د مرکز ښرنې یو هټيوال اسدالله  وایي چې خوا هم دا ډول پرېکړې شوې وې، خو په وينا يې، عملي نه شوې. هغه زياتوي چې دغه ولايت کې خلکو ځکه د کلدارو کارونې ته بېرته مخه کړه چې بازار کې د اړتيا وړ افغانۍ نه وې.

د پکتیکا اوسېدونکي له اړوند مسوولانو غواړي چې دغه ولايت کې د کلدارې پر کارونې د بنديز ترڅنګ دې بازار ته افغاني بانک نوټونه هم وړاندې کړي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام