Asset 1SWN

سلام وطندار

پنجشېر کې د فضل‌احمد معنوي کور اور اخیستی؛ مسوولان: مهار شوی

فضل_احمد-معنوی-q0lh7jog6hjo3ygee6sxzx1sw22ki1qxygfzxcwl8o

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د هستوګنې یوه کور کې اور لګېدلی دی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه اورلګېدنه نن سهار د رُخه ولسوالي د «پیاوشت» کلي کې د مخکیني حکومت د عدلیې وزیر فضل‌احمد معنوي کور کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې دغه اورلګېدنه د بښنا د شارټۍ له امله د یادې ودانۍ په پنځم پوړ کې شوې ده. د نوموړي په وینا، اور اوس مهار شوی دی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس همداراز وايي چې د اورلګېدنې له امله دغه کور ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

بل‌خوا یوې سرچینې بیا سلام‌وطندار ته ویلي، اورلګېدنه د فضل‌احمد معنوي د کور هغه پوړ کې رامنځته شوې چې د نوموړي یو لوی کتابتون په‌کې شتون درلود.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویل کېږي چې دې کتابتون کې د فضل‌احمد معنوي اړوند څه باندې ۳۰۰۰ جلده کتابونه ساتل کېدل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام