پنجشېر کې د فضلاحمد معنوي کور اور اخیستی؛ مسوولان: مهار شوی
د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د هستوګنې یوه کور کې اور لګېدلی دی.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده سلاموطندار ته ویلي چې دغه اورلګېدنه نن سهار د رُخه ولسوالي د «پیاوشت» کلي کې د مخکیني حکومت د عدلیې وزیر فضلاحمد معنوي کور کې رامنځته شوې ده.