که څه هم په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله پوهنیز نظام له ګڼو ننګونو  سره مخ شوی او یاد وضعیت د زده‌کوونکو پر روحیه منفي اغېر کړی، خو  په کابل کې د «چهار مغز» په نوم یوه ګرځنده کتابتون د ماشومانو د لیک-لوست زده‌‌کړې په موخه  خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل.

د دغه ګرځنده کتابتون د مسوولانو په وینا، د یاد کتابتون نږدې ۶۰ سلنه کارکوونکي ښځې دي  او اسلامي امارت سره دې هوکړې ته رسېدلي چې دغه مېرمنې بېرته خپلو دندو ته راشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د یاد ګرځنده کتابتون بنسټ اېښودونکې وايي چې افغان ماشومان د تېر په پرتله په ناوړه وضعیت کې دي او لوږې او بې‌وزلۍ یې پر روحیه منفي اغېز کړي، نو اړتیا شوه چې دغه کتابتون بېرته پرانېزي.

دغه کتابتون د یوې مېرمنې په نوښت په ۲۰۱۸ کال کې په یوه لوی موټر کې چې د ماشومانو لپاره بېلابېل کتابونه پکې کېښودل شوې دي، جوړ شوی دی. د چهارمغز ګرځنده کتابتون مسوولان همداراز وايي چې دوی د کابل ښار سربېره په ولسوالیو کې هم د یاد ګرځنده کتابتون څانګې  پرانیسي چې د ماشومانو په روزنه کې اغېزمن ثابت شوي.


په ورته مهال دغه ګرځنده کتابتون د سړک غاړې او د کوڅو ماشومانو لپاره د لیک او لوست ترڅنګ د نقاشۍ او لوبو زده‌کړه هم ورکوي. د دې سربېره «چهارمغز» کتابتون د ماشومانو د رواني ستونزو د درملنې لپاره یو مشاور هم لري چې په دغه برخه کې ماشومان ته مشورې ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د چهارمغز ګرځنده کتابتون هره ورځ په پنځو موټرو کې د سهار له ۸ بجو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د ماشومانو لپاره د لیک او لوست په برخه کې فعالیت کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام