نقيب‌الله ځلاند له تېرو دوو کلنو راهیسې د ځوانانو د سالمې روزنې او فکر جوړولو لپاره فعاليت پیل کړی او د خوست ښار په بېلابېلو عامه ځايونو کې یې تر ۴۰ کوچني عامه کتابتونونه جوړ کړي دي.

نوموړی وايي، په ټولنه کې هر ډول ناخوالې د بې‌سوادۍ او ناپوهۍ له امله رامنځته کېږي او له همدې کبله یې رېکړه وکړه چې د فکري رغاونې او د نشه‌يي توکو د کارونې مخنيوي لپاره د ښار په عمومي تمځايونو، پارکونو، د ډاکټرانو انتظارخونو، ځينو حمامونو او هوټلونو کې کوچني کتابتونونه جوړ او د کتاب لوستلو لپاره کمپاین وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، په دې برخه کې ورسره سوداګر، لوستي او روڼ‌انده ځوانان مرسته کوي او هغه کتابونه ورسره راټولوي چې يو ځل لوستل شوي وي. د ده په خبره، د کتابونو د بېرته راوړلو لپاره په عامه کتابتون کې کتابونه ثبتېږي او يو پيغام ورته ليکل شوی چې له مطالعې وروسته کتابونه بېرته راوړئ.

د خوست ځوانان د دا ډول کتابتونونو جوړول یو ښه نوښت بولي او وايي، کتاب لوستل او مطالعه د علم پرمختګ او د خلکو د معنوي شعور غوړېدا لپاره ګټور دي. د خوست ځوانان نورشاه نوراني او صبغت الله امينزی هم وايي چې د کتابوتونونو جوړول او لوستلو ته یې د خلکو رابلل د خلکو د پوهنیزې کچې په لوړولو کې ګټور تمامېږي او پر بنسټ یې د خلکو، په تېره ځوانانو فکر ورسره جوړېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریيس شبيراحمد عثماني د ځوانانو دا ډول هڅې ستايي او وايي، په دې برخه کې به ورسره همکاري وکړي. د هغه په وینا، د مطالعې مينه‌وال کولای شي له دې لارې د خپلې خوښې کتابونه ترلاسه کړي او د معلوماتو د زياتوالي لپاره ترې ګټه واخلي.

د یادونې ده چې په دغو کوچنیو عامه کتابتونونو کې تر ډېره ټولنيز، ديني، اقتصادي او سياسي کتابونه ايښي دي او خلک کولای شي کور ته یې یوسي او له لوستلو یې بېرته یادو کتابتونونو ته راوړي، څو نور هم ترې ګټه واخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام