خپلو سیمو ته د بې‌ځایه شویو ورګرځول؛ یو‌شمېر یې بېرته کابل ته راځي

د هېواد له یو‌شمېر ولایتونو څخه د جګړو او وچکالۍ له امله کابل ته د راغلو بې‌ځایه شویو کورنیو په خپله خوښه د بېرته ستنېدو بهیر نږدې دوه اوونۍ وړاندې پیل شو چې په دې لړ کې ګڼې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته وګرځول شوې.

کندوز کې پر لمونځ‌کونکو ځانمرګی برید له سختو غبرګونونو سره مخ شوی

یوه ځانمرګي بریدکونکي پرون ورځ د کندوز ښار خان‌اباد بندر کې د اهل تشیع په سیداباد جماعت کې د لمونځ‌کونکو ترمنځ خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته. د اسلامي امارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي، په دغه برید کې تر ۵۰ ډېر لمونځ‌کونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان دي.

امریکا او طالبان په دوحه کې مخامخ خبرې کوي

د رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی به د طالبانو له استازیو سره نن د قطر په دوحه کې لیدنه وکړي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی له طالبانو سره لیدنه کوي.

خوست کې د یوه ځوان په هڅه ۴۰ کتابتونونه جوړ شوي

نقيب‌الله ځلاند له دوو کلونو راهیسې د ځوانانو د سالمې روزنې او فکر جوړونې لپاره فعاليت پیل کړی او د خوست ښار په بېلابېلو عامه ځايونو کې یې تر ۴۰ کوچني عامه کتابتونونه جوړ کړي دي.
نوموړی وايي، د ټولنې ټولې ناخوالې د بې‌سوادۍ او ناپوهۍ له امله وي؛ نو ځکه یې پرېکړه وکړه چې د ښار په عمومي تمځايونو، پارکونو، حمامونو او هوټلونو کې کوچني کتابتونونه جوړ او د کتاب لوستلو لپاره کمپاین وکړي.

خوست کې داعش پورې اړوند ۱۴کسان نیول شوي

په خوست کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې په وروستیو څو ورځو کې یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پورې اړوند ۱۴ کسان د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه نیولې دي. د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رییس شبیر‌احمد عثماني سلام‌وطندار ته وايي چې نیول شویو کسانو غوښتل په دغه ولایت کې «ورانوونکي او ترهګریز» بریدونه ترسره کړي چې په دې ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نیول شوي دي.