په خوست کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې په وروستیو څو ورځو کې یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پورې اړوند ۱۴ کسان د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه نیولې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رییس شبیر‌احمد عثماني سلام‌وطندار ته وايي چې نیول شویو کسانو غوښتل په دغه ولایت کې «ورانوونکي او ترهګریز» بریدونه ترسره کړي چې په دې ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عثماني زیاتوي چې له نیولو شویو کسانو موندل شوي سندونه ښايي چې دوی د داعش ډلې پورې تړاو درلود.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام