Asset 1SWN

دایکندي کې ټرافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او یوولس ټپیان دي

دایکندی (1)

دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال درې کسان مړه او یوولس نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، ټرافیکي پېښې د یاد ولایت په میرامور ولسوالي او نیلي ښار کې رامنځته شوي چې مړو شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

لومړۍ ټرافیکي پېښه چې میرامور ولسوالي کې رامنځته شوې د یادې ولسوالي «پای‌کجک ورسل» کوتل کې یو پلانکوچ ډوله موټر له سړک اوښتی چې پر مهال یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه او د یوه ماشوم په ګډون یوولس کسان ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د یادې پېښې ټپیان د میرامور ولسوالي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

سرچینه همداراز زیاتوي چې پېښه پرون له غرمې وروسته یوه بجه هغه مهال رامنځته شوه چې یاد موټر له ۱۳ سپارلیو سره له نیلي ښار څخه د میرامور ولسوالي اړوند ورسل کلي ته روان وو.

بل‌خوا د دایکندي مرکز کې یوه بله سرچینه بیا وايي چې دغه ولایت کې یوه فرونر ډوله موټر یو ۷۰کلن کس وهلی او مړ شوی دی. د سرچینې په وینا، پېښه پرون سه‌شنبه د کب ۲۳مه د نیلي ښار «بازار کهنه» سیمه کې رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې د دایکندي امنیتي مسوولانو دواړه پېښې تایید کړي او سلام‌وطندار ته یې ویلي چې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې پر مهال یې ځینې کسان مړه او ټپیان شوي هم دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مسوولانو د یادو ټرافیکو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره نه بلدتیا یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام