Asset 1SWN

نیمروز کې د څلورو موټرو ټکر؛ درې کسان مړه او ۴۳ نور ټپیان دي

رویداد-ترافیکی-در-نیمروز-2-qh2s3tk56dfnncut1phil2cebdwrtoxscgnwf15e2w

د نیمروز محلي مسوولان وايي چې بېګاه (د لیندۍ اته‌ویشتمه، د سه‌شنبې ورځ) شاوخوا یوولس بجې د دغه ولایت د دلارام ولسوالي پر لویې لارې څلور موټر یو له بل سره ټکر شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نیمروز د ټرافیکو مدیریت د ټرافیکي پېښو مدیر سردارمحمد رحیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده پېښه د زرنج‌-‌دلارام پر لویې لارې په «منار» سیمه کې هغه مهال شوې چې دوه ۴۰۴ او ۵۸۰ ډوله موټر او دوه هم د خاور موسسې موټر پر یو وخت یو له بل سره ټکر شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۳ نور ټپیان شوي دي. هغه وايي، خلکو د پېښې ټپیان بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولي او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د موټروانانو بې‌غوري او ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی هغه لاملونه دي چې تل یې په هېواد کې د ګڼ‌شمېرو کسانو ژوند اخیستی یا یې هم ټپیان کړي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام