د هلمند اوسېدونکي وايي، سره له دې چې افغانستان سره پراخې نړیوالې مرستې کېږي، خو دوی لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هلمندیانو په وینا، دغه ولایت کې پر اړمنو کورنیو مرستې په سمه توګه نه وېشل کېږي او د وېش پر مهال ترې محرومې وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هلمند د باباجي ولسوالي اوسېدونکی عبدالغفار دغه ولایت کې پر اړمنو کورنیو د مرستو وېش بهیر څخه شکایت کوي.

نوموړي وویل: «زه د باباجي ولسوالي اوسېدونکي یم، زموږ په سیمه او کلي کې هېڅ مرسته نه ده شوې دا هېڅڅوک نشي ثبوتولی، حال دا چې خلک سخته ګڼې اړتیاوې لري.»

په ورته مهال ځینې هغه کسان چې مرستې یې ترلاسه کړي، خوښ دي، خو وايي چې دغه مرستې په اوږد مهال کې د دوی ستونزې نشي هوارولی. د دوی په وینا، راروان ژمي کې ډېری کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وویل: «دا مرسته چې یې نن موږ ته راکړه دا موږ په بسته کال لاسته نشو راوړلای، ځکه کار، کسب او مزدوري نشته یو مزدور کار په درې څلور ورځي نشي کولای ان ۲۰۰ پیدا کړي.»

په همدې حال کې هلمند کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان خبر ورکوي چې د تېر یوه کال په اوږدو کې يې د دغه ولایت په مرکز او ګڼو ولسوالیو کې څه باندې ۴۹ زره مستحقو کورنیو ته نقدي، خوراکي اوغیرخوراکي مرستې رسولي دي.

د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس الله‌داد انقیادي وايي، هڅې رواني دي، څو له نورو اړمنو کورنیو سره هم مرستې وکړي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره زموږ ریاست د خیریه بنسټونو په مرسته تر۵۰زره کورنیو پورې نقدي او  خوراکي توکو مرستي رسولي دي، لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هلمند کې داسې مهال چارواکي له ۴۹زره اړمنو کورنیو سره د مرستو خبره کوي چې د دې ولایت سربېره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د ژمي په رانږدې کېدو سره ګڼ‌شمېر کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د بېړنو مرستو غوښتنه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام