له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د مرستو په دوام  د دوشنبې په ورځ یاد هېواد یو ځل بیا د ۳۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل چې افغانستان سره به د متحده عربي اماراتو مرستې دوام ولري.

مجاهد وایي: « هغه مرستې چې د اسلامي امارت ته ورکول کېږي وروسته د پینځه‌ګونو ارګانونو له خوا وېشل کېږي. او پکې شفافیت شته او په عادلانه توګه وېشل کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مجاهد ټینګار کوي چې دا ځل به هم د تېر په څېر دغه مرستې اړمنو کسانو ته په متوازنه توګه ووېشل شي، خو په وینا یې د بهرنیو سازمانونو له خوا د بشري مرستو په عادلانه وېش کې ستونزې شته او دوی هڅه کوي چې دا ستونزې حل کړي.

په همدې حال کې یو شمېر اړمنې کورنۍ د بشري مرستو نه رسېدو څخه شکایت کوي او وايي، د اسلامي امارت له خوا دوی سره تراوسه هېڅ مرسته نه ده شوې. د هغوی په وینا، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره کاري زمینې محدودې شوي دي.

دوی د اسلامي امارت له حکومت څخه غواړي چې د بشري مرستو ترڅنګ ورته کاري زمینې هم برابرې کړي.

یو تن اړمن سلام‌وطندار ته وایي: « زمونږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی د بې کاری له امله پر کراچۍ ناست یم. دروغ وایي چې مرسته مو کړې.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د افغان ماشومانو پر وړاندې د بې مخینې بشري ناورین په اړه اندېښنه ښودلې ده. د ماشومانو لپاره د یونیسف د نړیوالو اړیکو مسوولې پالومه سکودرو چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راغلې وه پرون یې په خپل ټویټر کې لیکلي چې څو لسیزو جګړو، وچکالۍ او د افغانستان مخ پر ودې اقتصادي پاشلتیا د دې لامل شوی چې ماشومانو لپاره یو بې‌مخینې بشري ناورین رامنځته کړي.

د یادونې ده چې  مخکې له دې د ملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې هم ویلي وو، افغانان د خوړو د مصوونیت نه‌شتون سره مخ دي. د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، زیاتره ماشومان د کار او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره اړ شوي چې ښوونځي خوشې کړي او کار ته مخه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام