اسلامي امارت: مرستې عادلانه وېشو؛ اړمنې کورنۍ: مرستې مو نه دي ترلاسه کړي

له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د مرستو په دوام  د دوشنبې په ورځ یاد هېواد یو ځل بیا د ۳۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل چې افغانستان سره به د متحده عربي اماراتو مرستې دوام ولري.

شنونکي: پاکستان هڅه کوي دغه هېواد کې روانه جګړه افغانستان ته ولېږدوي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان له خاورې وسله‌وال ترهګر د دوی پر پوځیانو بریدونه کوي. دغو څرګندونو ته د چارو کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان کې نیابتي جګړه او ناامنۍ ډېرې شوي او په داسې څرګندونو سره چې افغانستان کې ترهګرۍ دوی ته ګواښ پېښوي، غواړي نیابتي جګړه افغانستان ته ولېږدوي.

نورستان کې یوه کس خپل پلار په مرموز ډول وژلی

په نورستان کې یوه شل کلن  ځوان د خپلو ملګرو په مرسته خپل پلار د تبر په ګوزارونو وژلی دی. د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایی چې دغه پېښه پرون د دې ولایت په اړوند وانټ وایګل ولسوالي کې رامنځ ته شوې ده.

یونیسف: افغان ماشومان سخت ناورین تجربه کوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړې ادارې یا یونیسف د نړیوالو اړیکو مسوولې پالومه سکودرو ویلي چې څو لسیزو جګړو، وچکالۍ او د افغانستان مخ پر ودي اقتصاد پاشلتیا لامل شوی چې ماشومانو لپاره یو بې‌مخینې بشري ناورین رامنځته کړي. نوموړې ټينګار کړی چې یونیسف له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې افغانستان کې د نجونو او ماشومانو لپاره کار کوي او له دې وروسته به هم له دغه هېواد څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.