د کندهار ولایت یو‌شمېر اوسېدونکو نن د پاکستان له لوري پر خوست او کونړ د هوايي او توپچي بریدونو په غبرګون کې لاریون وکړ او دغه بریدونه یې پر افغان خاوره د پاکستان ښکاره تېری وباله.

لاریون‌وال وايی چي له دې وروسته به افغانان د پاکستان د کړنو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او هر عمل ته به یې بالمثله ځواب ووايي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد لاریون کډونوالو مرګ پر پاکستان، مرګ د پاکستان پر غلامامو شعارونه ورکول او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد د بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نشي.

دغه لاریون کوونکو پر اسلامي امارت هم غږ وکړ چي باید د پاکستان د دغه ډول بریدونو پر وړاندې غلی پاتې نشي او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

لاریون د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مخ څخه پیل تر شهیدانو چوک پوري يې دوام درلود. له دې وړاندې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې هم د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې پراخ لاریونونه شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه بریدونه په کور دننه او بهر کې وغندل شول او هغه یې د بشر ضد جنایت وباله. اسلامي امارت هم د دغه برید په غبرګون کې کابل کې د اسلامي امارت سفیر احضار کړی وو.

د تېرې شنبې په شپه پاکستاني ځواکونو د خوست او کنړ ولایتونو پر یو شمېر سیمو هوايي بریدونه وکړل چي په پایله کې یې له ۴۰ ډېر کسان ووژل او یو‌شمېر نور هم ټپیان شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام