د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې سلګونه ولسي وګړو پر کونړ او خوست د پاکستاني پوځیانو د بريدونو په غبرګون کې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۴۰ کسان په‌کې ووژل شول، لاریون کړی.

 لاريونوال د مارکو په بازار کې د تورخم-جلال اباد لويې لار ته را وتلي و، د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول او د ياد هېواد له‌خوا يې د ولسي وګړو وژنه بشري جنايت باله. دوى وويل، پاکستان تل له اصولو او قوانينو سرغړونه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لاریونوالو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د دې ناوړو کړونو د مخنیوي لپاره دې په نړيواله کچه پر دغه هېواد فشارونه وارد کړي.

دوى وویل چې پر افغان خاروه بريدونه د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ده او له افغان حکومت هم غواړي چې هر بريد ته دې بالمثل ځواب وويل شي. دوى ډاډ ورکړ چې د تېر په څېر ولس د خپلو امنیتي ځواکونو په ننګه ولاړ دي او له خپلې خاورې به دفاع کوي.

پرون په خوست کې هم وروسته ترهغه سلګونه کسانو د پاکستان پر ضد واټونو ته را ووتل چې ياد هېواد په کونړ او خوست ولایتونو کې د خپلو بريدونو پر مهال ګڼ شمېر ولسي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې مېرمنې او کوچنيان هم په کې شامل دي.

د يادونې ده چې له کلونو راهيسې پاکستان د افغانستان يوشمېر سرحدي سيمې په توغنديو ولي چې ډېر کله خلکو ته د مرګ ژوبلې د وراوښتو لامل شوي خو تازه هوايي بريدونو يې ګڼ شمېر غبرګونه راپارولي او له اسلامي امارت غوښتل شوي چې د دې مسلې په اړه جدي واوسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسلامي امارت هم دغه بريدونه غندلي او وياند يې ذبیح الله مجاهد په يوه ټويټ کې ویلي، پاکستان دې په دا شان مسايلو د افغانانو حوصله نه ازمايي او بيا دې ورته اشتباه تکرار نه‌کړي؛ کنې ناوړه پایلې به ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام