Asset 1SWN

ا.ا د ټي‌ټي‌پي په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي څرګندونې رد کړې

TTP-1-pxsiwy6u98uh3l09jpq7x2mfjf59ocgu7bqta8nzig

له هغه وروسته چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ټي‌ټي‌پي په اړه راپورونه خپاره شول، تازه د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي اصف‌علي دراني ویلي چې ا.ا په دې برخه کې ځینې ګامونه اوچت کړي دي.

هغه له امریکا غږ ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان حکومت د اسلامي امارت هغه ګام چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیت ټینګښت لامل کېږي، هرکلی کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان حکومت په دې برخه کې ګام اوچت کړی، خو په لومړني پړاو کې دی. نو ډېره ژر ده چې د پایلو په اړه یې بحث وکړو. که رښتیا هم د ټي‌ټي‌پي غړي نورو سیمو ته ولېږدول شي او کرښې ته په نږدې سیمو کې د امنیت ټینګښت لامل شي، دا یو ښه پرمختګ دی او موږ یې هرکلی کوو.»

خو اسلامي امارت د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي د څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښیي او وايي، په هېواد کې پاکستاني طالبان نشته.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي: «په افغانستان کې ډله چې فزیکي حضور ولري، نشته. اسلامي امارت هم اجازه نه ورکوي. د پاکستان کورنۍ ستونزې په پاکستان پورې اړه لري، له افغانستان سره کوم تړاو نه لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په همدې حال کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیو خپره شوې چې یو کس په‌کې ادعا کوي چې یوشمېر کسان چې تازه تخار ولایت ته ورغلي، دوی یې وهلي دي. هغه زیاتوي: «موږ پسې مو له پاکستانه څه راوړي. له خلکو پیسې غواړي. موږ ارام وو، ولې مو نارامه کوئ. د خدای په لحاظ دا مسلماني ده؟»

د سلام‌وطندار خبریال هڅه وکړه چې په دغه راپور کې د تخار د هغو اوسېدونکو نظر هم را واخلي چې د دوی او دغه ولایت ته د بېرته ور ګرځېدلیو کسانو ترمنځ شخړې شوي، خو ولسي سرچینو د امنیتي ګواښونو له کبله نه غواړي په دې برخه کې له رسنیو سره خبرې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام