Asset 1SWN

ا.ا: پاکستاني طالبان د افغانستان شمالي ولایتونو ته نه دي لېږل شوي

66666

اسلامي امارت د تخار دشت‌قلعه ولسوالي ته د پاکستاني طالبانو د ۳۲۰ غړیو لېږد په اړه خپاره شوي راپورونه بې‌بنسټه بللي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي، یوازې هغه پاکستاني کډوال نورو ولایتونو ته لېږدوي چې د پاکستان حکومت یې ډیورنډ فرضي کرښه کې د شتون په اړه اندېښنه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «که پاکستان له چا اندېېښنه وښوده او کېدای شي چې پاکستان له ځینو کسانو اندېښنه ولري چې باید نورو ولایتونو ته ولېږدول شي. ډیورنډ کرښه کې له ۷ تر ۸زره کډوال اوسېږي چې اړتیا نشته ټول یې نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.»

په ورته مهال پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې چې د دغه هېواد پر ځواکونو بریدونه په افغانستان کې مېشت د پاکستاني طالبان له لوري تنظمېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، څو ورځې وړاندې ویلي و چې پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي چې د ډېری پېښو لامل د پاکستاني طالبانو تحریک بلل شوی دی.

د هغه په ​​وينا، پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره پر پاکستان د بريدونو لپاره کاروي، هغه ادعاوې چې د اسلامي امارت له‌خوا تل رد شوې دي.

په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوه عزیز ستانکزی افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون او شته ستونزو د حل لاره د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه استخباراتي همکاري بولي.

هغه وویل: «موږ ترې منکرېږو نه ښايي افغانستان کې وي، خو موږ څه باندې ۲۰۰۰ کیلومټره کرښه لرو چې هېڅ امکان نشته چې دا کرښه دې کنټروله شي او جنګیالي دې نفوذ نه کوي. خو ا.ا او پاکستان د ستونزې حل لپاره باید استخباراتي معلومات سره شریک کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د يادونې وړ ده چې تېر کال د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د ا.ا په منځ‌ګړیتوب د يو څه وخت لپاره اوربند وشو، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هغوی ترمنځ د جګړې اور بل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام