Asset 1SWN

ا.ا شمالي ولایتونو ته د ټي‌ټي‌پي‌ غړیو لېږد په اړه راپورونه بې‌بنسټه بللي

f2416c75-17b0-4277-b8dc-bba496ddca58_cx0_cy2_cw96_w1200_r1

تېره اوونۍ د پاکستان بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر جیونیوز ټلوېزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي چې ا.ا ډاډ ورکړی چې د پاکستاني طا لبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي غړي افغانستان کې ډیورنډ کرښې څخه نورو سیمو ته لېږدوي.

له دغو څرګندونو وروسته ځینو رسنیو د ا.ا د ویاند ذبېح‌الله مجاهد په خبره هم داسې رپوټونه خپاره کړل چې سرپرست حکومت دغسې یو پروګرام لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تېرو څو ورځو راهیسې پر دغې موضوع ټولنیزو شبکو کې هم جدي بحثونه روان دي او په تازه‌ګۍ سره د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا چې د مخکیني حکومت یوشمېر سیاسي څېرې یې غړیتوب لري، په دې اړه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا موضوع کولای شي افغانستان د تجزیې بحران سره مخ کړي.

په ورته وخت کې د ټولنیزو شبکو کاروونکو ویلي، د هېواد شمال ته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج‌الدین حقاني وروستی سفر هم له همدې موضوع سره تړلی دی.

دوی لیکلي چې حقاني شمالي ولایتونو ته په خپل سفر سره شمال ته د ټي‌ټي‌پي غړو لېږدولو په لټه کې دی. د امنیتي چارو شنونکی اسد‌الله ندیم وايي، که دغسې یوه طرحه عملي شي، شمالي ولایتونو کې به قومي اختلافونه زیات او هېواد کې به د ناامنیو لامل شي.

هغه وویل: «د دې ډلو لېږد به راتلونکې کې لویې ستونزې رامنځته کړي، حتا امکان لري چې له امله یې قومي جګړې پیل شي.»

خو د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي د سرپرست حکومت له‌خوا د دغه ډول پروګرام درلودل او د افغانستان دننه د پاکستاني طا لبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي غړیو فزیکي حضور ردوي.

هغه په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «نه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د ټي‌ټي‌پي‌ غړي به یوه مشخص ځای ته لېږدول کېږي، یو څه باید ووایم چې افغانستان کې هېڅ مشخصه ډله شتون نه‌لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې ټولو سربېره د ټولنیزو شبکو یوشمېر هغه کاروونکي چې د هېواد شمال ته یې د پاکستان طا لبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي غړو لېږدولو په اړه اندېښنه ښوولې وايي، ا.ا د دغه پروګرام په عملي کولو لپاره د دې په لټه کې دی چې د شمالي ولایتونو قومي ترکیب کې بدلون راولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام