ا.ا شمالي ولایتونو ته د ټي‌ټي‌پي‌ غړیو لېږد په اړه راپورونه بې‌بنسټه بللي

تېره اوونۍ د پاکستان بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر جیونیوز ټلوېزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي چې ا.ا ډاډ ورکړی چې د پاکستاني طا لبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي غړي افغانستان کې ډیورنډ کرښې څخه نورو سیمو ته لېږدوي.

پاکستان کې چاودنه؛ څلور پولیس وژل شوي او شپږ ټپیان دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د یوې چاودنې پر مهال د یوه لوړپوړي پولیس چارواکي په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

رسنیو نن پنج‌شنبه د مارچ ۳۰مه راپور ورکړی چې چاودنه نن سهار د خېبرپښتونخوا ایالت لکي مروت سیمه کې رامنځته شوې ده.

بهرنیو چارو وزارت: د جیش محمد ډلې مشر افغانستان کې نشته

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستانۍ جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ته یې په افغانستان کې پناه نه ده ورکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو شېبې مخکې پر ټویټر لیکلي چې ا.ا په افغانستان کې د هېڅ هېواد مخالفو وسله‌والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه هم رد کړي دي.

تادین خان استعفا کړې

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان استعفا کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، د نوموړي استعفالیک درې میاشتې مخکې وړاندې شوې وه، خو د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدمسعود اندرابي ورسره مخالفت کړی و.