Asset 1SWN

د ا.ا ځواکونو په نیمروز کې دوه داعشیان وژلي

taliban-1536x1024-1-phvq3lsyr2k3yiujbmk1cudwjqkn5m12b7qwjbfs7c

د نیمروز محلي مسوولان وايي چې د ا.ا ځواکونو نن د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار په سیداباد سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټن‌ځای عملیات کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب‌الله الهام سلام‌وطندار ته ویلي چې د ا.ا په دغو عملیاتو کې دوه داعشیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په همدې حال کې د نیمروز د امنیې قومانداني د رسنیو څانګې آمر ګل‌محمد قدرت هم وايي چې په یادو عملیاتو کې یې داعشیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او په وینا یې، د دوی ځواکونو ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت څو ورځې وړاندې هم د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د داعشیانو پر یوه پټن‌ځای عملیات وکړل او د دې ډلې یوشمېر غړیو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام