د ا.ا ځواکونو بېګاه د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات کړي، خو لا یې د عملیاتو څرنګوالي او له کبله یې د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.
په زرنج ښار کې ځینو سرچینو بېګاه سلاموطندار ته وویل چې د شپې شاوخوا یوولس بجې په ښار کې د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل شوي او د ا.ا ځواکونو د سیمې یوشمېر اوسېدونکي هم له کورونو را اېستلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلهخوا د راپورونو پر بنسټ، بېګاه په بلخ کې هم د داعش ډلې پر یوه پټنځای د اسلامي امارت په عملیاتو کې شپږ داعشیان وژل شوي دي.
د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست تر دې یوه ورځ مخکې خبر ورکړ چې د عینالدین په نوم یې د داعش ډلې یو فعال غړی چې د ګڼو ترهګریزو پېښو ترڅنګ یې د بلخ د پخواني والي محمدداوود مزمل په وژلو کې هم لاس درلود، نیولی دی.
دغه راز، اسلامي امارت د تېرې کب میاشتې په شپږمه او اتمه خبر ورکړ چې په کابل او بلخ ولایتونو کې یې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې څلور غړي وژلي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، پر داعشیانو د دوی ورته عملیات او جدیت ښيي چې په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او په خبره یې، چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته زیان واړوي.
اسلامي امارت داسې مهال پر داعش ډلې د عملیاتو خبر ورکوي چې دې ډلې له تېرو څو میاشتو راهیسې په بلخ او کابل ولایتونو کې بېلابېل بریدونه کړي او ګڼو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم بیا د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت پر سیاست د نیوکې ترڅنګ وایي، داعش لا هم په افغانستان کې شته. د نوموړي په وینا، اسلامي امارت له یوې خوا هېواد کې د داعش او نورو ډلو فعالیت نه مني، خو بلهخوا یې پر وړاندې عملیات کوي.
نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د ټولیز امنیت سازمان، امریکا او روسیې په دې وروستیو کې له افغانستانه د ورپېښو ګواښونو او دلته د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندېښنې ښودلي، خو اسلامي امارت لا هم نهدی توانیدلی دغو اندېښنو ته د قناعت وړ ځواب ومومي.
خو د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری او د نړیوالو چارو څېړونکی عزیز معارج بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو لپاره سیمهییزې اجماع ته اړتیا ده.
دوی ټینګار کوي چې اسلامي امارت دې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ د داعشیانو پر وړاندې ګامونه اوچت او هغه ځایونه دې په نښه کړي چې نړۍ پهکې د داعشیانو د حضور ادعا کوي.
د یادونې ده چې اسلامي امارت تل په هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو او پیاوړتیا په ځواب کې ویلي چې هېچا به اجازه ور نهکړي، څو له افغان خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي او یا هم په کور دننه ترهګریز فعالیتونه وکړي.