Asset 1SWN

د کرنې وزارت سږ کال د غنمو حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي

گندم-۱-q8ae27fecxdju96g2ypfpmzah8u5gw5fiwgqapxtag

په افغانستان کې له اوږدې وچکالۍ وروسته سږنی پسرلی له ډېرو بارانونو سره پیل شوی دی. دغه اورښتونه چې په تېره میاشت کې پیل شوي، نن او سبا یې هم د هېواد په لږترلږه ۲۲ ولایتونو کې د اورېدو اټکل شوی دی. دغو بارانونو د غنمو په حاصلاتو کې چې د افغانستان مهم کرنیز محصول دی، د زیاتوالي هیلې را ټوکولې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د هغو ځمکو کچه نه‌ده ښودلې چې غنم پرې کرل شوي، خو وايي، سږ کال د ډېرو اورښتونو او د پام وړ للمي کښتونو ته د اوبو رسېدلو له امله به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالى راشي.

د کرنې وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین سلام‌وطندار ته ویلي: «وروستي اورښتونه د حاصلاتو په زیاتوالي کې ښه رول لري. دا چې غنم تر ډېره للمي کرل کېږي، دا هیله‌مندي شته چې سږ کال د غنو حاصلات د پام وړ زیات شي.»

په همدې حال کې د هرات کروندګر هم د غنمو له کروندو څخه د ښو حاصلاتو را ټولولو هیله لري. یو کروندګر حاجي بسم‌الله وايي، تېر کال یې د وچکالۍ له امله له کښتونو ښه حاصلات ترلاسه نه کړل، خو په خبره یې، که ږلۍ یې ونه وهي، سږ کال بارانونه شوي او د دوی هیلې یې هم را ټوکولې دي.

په روان پسرلي کې د اورښتونو د زیاتوالي له خوشبینۍ سره سره داسې اندېښنې هم شته چې د وچ ژمي له امله په ډېری کروندو کې کښتونه نه‌دي کرل شوي .

د اوبو او چاپېریال ساتنې برخې کارپوه نجیب‌الله صدیق سلام‌وطندار ته ویلي: «له بده مرغه د کښتونو یوه برخه د سړې هوا او سېلابونو له کبله زیانمن شوي. په تېر ژمي کې د مني کښتونه د تودوخې او وچې هوا له کبله زیانمن شول. سره له دې چې د سږ کال شرایط ښه دي، خو ډېرې سیمې له کښتونو پاتې دي؛ ځکه خلکو په مني کې کښتونه کړي وو او له منځه ولاړل.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بله‌خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په هېواد کې د غنمو د حاصلاتو د سروې بهیر پیل کړی دی. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې پرون خپره شوه، یاده پروسه په ننګرهار ولايت کې پيل شوې او په ټول هېواد کې به پلې شي. د مسوولانو په خبره، د دې سروې موخه د افغانستان د غنمو حاصلاتو او کيفيت معلومول دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام