د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولان وايي چې، سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یاد ریاست مسوولانو سلاموطندار ته ویلي، که څه هم سږ کال د یاد ولایت د مرکز ترڅنګ د یوشمېر ولسوالیو فصلونه د ږلۍ له کبله زیانمن شوي، خو بیا هم د غنمو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر امینالله وايي، سږکال خوست کې د غنمو فصلونه ښهوو او په وینا یې، که ږلۍ نهوای خراب کړي، ښايي په حاصلاتو کې یې له دې هم زیاتوالی راغلی وای.
هغه همداراز زیاته کړه چې خوست کې د غنمو لو پای ته رسېدلی چې حاصلاتو کې زیاتوالی ښيي.
بلخوا د خوست یوشمېر بزګران هم وايي، که څه هم د غنمو پر فصلونو یې سږکال ږلۍ وشوې، خو په وینا یې، تېرکال ته په کتو یې د غنمو حاصلات ښهوو.
د خوست بزګران له نړیوالو موسسو او کرنې وزارت څخه غواړي چې له دوی سره دې د کرنې پراختیا برخه کې لا زیاتې مرستې وکړي.
خوست د کرنې لپاره ښې ځمکه لري، خو بزګران یې وايي چې ډېری وخت یې حاصلات د طبیعي افتونو له امله له خطر سره مخ وي او دوی له کرنې وزارت او نړیوالو ادارو غواړي چې لازمې مرسته ورسره وکړي.